1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور مهاجر د اروپا په لاره په اوبو کې ډوب شوي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د مهاجرو دردونکې وضعه تر اوسه پای ته نه ده رسیدلې. یو وار بیا هم د اروپا په لاره کې د یونان د لیسبوس ټاپو په اوبو کې مهاجر ډوب شوي دي. په همدي منځ کې د یونان پولیسو د قاچاقبرو څو بانډونه هم نیولي دي.

https://p.dw.com/p/1JONt
د روان میلادي کال له پیل راهسې ډیر شمیر مهاجر په آژه سمندر کې ډوب شوي.
د روان میلادي کال له پیل راهسې ډیر شمیر مهاجر په آژه سمندر کې ډوب شوي.انځور: picture-alliance/AA/B. Akay

وروسته له څو میاشتو د لومړي ځل له پاره څلور تنه مهاجر د آژه سمندرگي په ختیځ اوبو کې غرق شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې له ترکیې څخه د یونان یوه ټاپو ته ځان ورسوي.

د دغو مهاجرو لږدونکي وړه کیشتۍ د چهار شنبې ورځې په سحر(د جولای میاشتې ۱۳) د یونان د لیسبوس ټاپو په ساحل کې موندل شوې. د مسئولینو په خبره په دغه پيښه کې د دوو ماشومانو په گډون څلور تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي. سربیره پر دې د یونان ساحلي گارد شاوخوا ۹۰ تنه مهاجر په داسې حال کې درولي، چې غوښتل یې خپله ربړي کیشتۍ بدله کړي.

په اوس وخت کې د یونان پولیسو د دغه هیواد په شمال کې د قاچاقبرانو د څو بانډنو غړي نیولي دي. د معلوماتو له مخې د تساونیکي په ښار کې د قاچاقبرانو یو بانډ د خپلو ۲۹ غړو سره چې د مختلفو ملیتونو څخه ول د امنیتي مسئولینو له خوا نیول شوي دي. چارواکو ویلي دي چې د پولیسو یو مامور هم د دغو کسانو په ډله کې شامل دی.

سربیره پر دې د یونان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ تسالونیکي ښار ته نږدې داسې قاچاقبران ونیول چې پنځه تنه مهاجر یې په یوه کانتینر کې بندیان کړي ول، څو د دوی له کورنیو څخه پیسې ترلاسه کړي.

نوي لارې

له یونان څخه د مهاجرو د بیرته منلو په برخه کې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته د هغو مهاجرو شمیر ډیر کم شوی دی چې یونان ته داخلیږي.

د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا کنترول، د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت ادارې (فرونټکس) ځواکونه، او د ژغورنې مختلف نړیوال ماموریتونه د دې سبب گرځیدلی دی چې د هغو کسانو د مړینې کچه تر اندازې زیاته راټیټه کړي چې د اروپایې هیوادونو په مسیر(د سمندر په اوبو کې) خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو قاچاقبران په پرله پسې ډول د نوو لارو په لټه کې دي. د بیلگې په توگه دوی د یونان په شمال ختیځ کې له ترکیې سره د دغه هیواد په پوله د ماریتسا په رودخانه کې فعالیت کوي. انساني قاچاقبران له مهاجرو سره ژمنه کوي چې دوی د بیلگې په توگه د البانیا او ایتالیا له لارې مرکزي اروپا ته رسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب