1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

څلور پاکستاني افسران له یاغیانو سره په نښته کې وژل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د پاکستان د پوځ په وینا په «اپر دیر» سیمه کې له یاغیانو سره په وسله واله نښته کې د یوه افسر په شمول د پوځ درې عسکر وژل شوي دي. د یوه یاغي د نیول کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2hulq
Indien Kaschmir Grenze zu Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

د پاکستان د پوځ له لوري په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د اپر دیر د تیمرګرې په «شیروت کی» سیمه کې پوځ پر یوه کور باندې چاپه وهلې ده. زیاته شوې ده چې یوه یاغي ځان ته چاودنه ورکړې او بل بیا په ډزو وژل شوی دی. په بیانه کې وړاندې راغلي دي چې په وژل شوو امنیتي ځواکونو کې د استخباراتي ادارې یو افسر هم شامل دی چې د تورن رتبه یې لرله.

د پاکستان د پوځ په بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې په دغه چاپه کې یو ترهګر نیول شوی هم دی. په بیانه کې کوم نور اضافي جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي دي چې دغې چاپي د یوې ممکنه ستر برید مخه نیولې ده.

د پاکستاني امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې وروستي رپوټ څخه یوه اوونۍ تر مخه د پاکستان پوځ په خیبر ایجنسۍ کې د یاغیانو پر ضد عملیات پېل کړي دي، څو د پولې له بلې غاړي د یاغیانو د بریدونو مخه ونیسي.

د دوشنبې په ماښام هم د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د یوې لارۍ موټر برید چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي وو او شا او خوا ۲۶ تنه یې ټپیان کړي وو.