1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور کانديدان په سرغړونو تورن سول

خليل الرحمن اُميد / کابل۱۳۹۲ بهمن ۲۶, شنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون دغه څلور تنه نوماندان له دولتي امکاناتو څخه په کټه اخستنې او د خبریالانو سره د غیر قانوني چلند په تور ځینې نغدي جریمه کړي او ځینې یې څارونوالۍ ته پیژندلي دي.

https://p.dw.com/p/1B9jQ
انځور: DW/H. Sirat

دغه کميسيون د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه نېټه) د هغو څلورو تنو نومونه د رسنیو پر وړاندې اعلان کړل چې پر وړاندې یې شکایتونه شوي ول. کميسيون وويل چي « داود سلطانزوی، عبدالرب رسول سیاف، رحیم وردګ او ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه کسان دي چې له دولتي امکاناتو څخه یې په سرغړونې سره استفاده کړې ده.»

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سادات وايي ډاکټر اشرف غني احمد زي او عبدالرب رسول سیاف له دولتي موټرو څخه د کمپاین پر مهال استفاده کړي، د رحیم وردګ په ګټه یوه ښوونکي کمپیان کړی او داود سلطانزوی د خبریالانو پر وړاندې له ناوړه چلند څخه ګټه پورته کړې ده.

«سلطان زوی د خبريال تحقير کړی»

سادات وايې داود سلطان زوی دوه جرمه د کابل نیوز ټلویزیون د خبریال پر وړاندې کړي چې یو تحقیر او بل تهدید دی چې له همدې کبله یې دغه نوماند لویې څارنوالۍ ته ور پیژندلی. سادات وويل: « د تشکیل او صلاحیت د قانون د حکم له مخې چې د ۲۶ مادې ۱۱مه فقره ده او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دقانون د ۶۸ مادې د لمړۍ فقرې د حکم له مخې، دواړه مورده جرمي بڼه لري، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په دې اړه صلاحیت نه لري نو موږ د یادو موادو د احکامو په رڼا کې دا موضوع په رسمي توګه د افغانستان څارنوالۍ ته راجیع کوو.»

خو داود سلطانزوی بیا وایې چې د کابل نیوز خبریال د ژورنالیزم د اصولو خلاف د هغه د شخصي حریم په برخه کې پوښتنه کړې چې د هغه د غوصې سبب شوې ده.

احمدزی په ۵۰ زرو افغانيو جريمه سو

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر، سادات همدا شان وايي چې ډاکټر اشرف غني احمد زي له دولتي زغره والو موټرونو څخه د ډیرې مودې راهیسې استفاده کړې چې له همدې کبله يې له قوانینو سره سم ۵۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کړی دی.

سادات د اشرف غني احمدزي په هکله زیاته کړه:« هغه څه چې مې د دوستانو له نظریاتو واخستل له هغه وخته چې ډاکټر صیب رسماّ ځان نوماندوي نو له هغه وخته د لیږد د پروسې مسؤل نه دی او باید ډیر ژر یې موټرونه دولت ته سپارلي وای.»

خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي یو تن ویاند حمید الله فاروقي بیا وايي چې له دې موټرونو څخه یوازې د ښاغلي احمدزي د امنیت ساتنې په برخه کې د دولتي اورګانونو له تائید سره سم کار اخستل کیږي.

«سياف رينجر د کامپاين لپاره کاروي»

سادات و بل نوماند عبدالرب رسول سیاف ته هم د اصلاح ګواښ وکړ او ویې ویل چې له رینجر موټر څخه بیله امنیتي ساتنې څخه په نورو برخو کې ګټه نشي اخستلای. نوموړي زياته کړه: « رینجر ورکول په دې مانا دي چې د هغوې امنیت وساتي نه ددې له پاره چې هغوې يې د خپلو ټاکنيزو کمپاینونو له پاره وکاروي، او دا چې رنجر یو پیژندل شوی وسیطه ده او د پولیسو له پاره ده، نو پریکړه هغوی ته د اصلاح د ګواښ په توګه اعلانوم.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمشنرانو د هغه ثبوت له مخې چې د سیاف کمپاینرانو په رينجر موټر کې د هغه بورډونه وړل د اصلاح په موخه ګواښونکي مکتوب لیږلی تر څو بیا دا ډول سرغړونې ونه کړي.

خو د عبدالرب رسول سیاف یو تن ویاند فهیم کوهدامني بیا وایې چې دا رنجر دسیاف د دوستانو او یا هم مخالفانو له خوا کارول شوی چې موخه یې کمپاین نه دی.

د عبدالرحیم وردګ پر وړاندې هم داسې یو شکایت شوی وو چې ګواکې د ښوونځي له امکاناتو څخه د هغه د کمپیان په موخه کار اخستل شوی خو د شکایاتو کمیسیون د کره ثبوت په نه لرلو سره دې شکایت ته خاصه پاملرنه ونه کړه.