1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنګه په چين کي دوه مختلف کلتورونه سره مخامخ کيږی

۱۳۸۷ تیر ۱۲, چهارشنبه

دا پيسې دي چي جرمني شرکتونه یې دې ته تشويق کړي دي،چه چين ته ولاړ سي ...

https://p.dw.com/p/EUkq
په چين کښي د فابريکې د توليداتو جريان
په چين کښي د فابريکې د توليداتو جريانانځور: picture-alliance/ dpa

د توليداتو د لږو مصارفو له کبله اوس تقريبآ 4500 جرمنی شرکتونه چين ته انتقال سوي دي ،او هر کال ورباندي 200 نور اضافه کيږي . خو د جرمني د کلتور او چين دکلتورتر منځ د تفاوتونو له کبله، دا آسانه هم نده چه هلته څوک اقتصادي فعاليتونه پر مخ بوزي .

په چين کښي ماشينان په عين ډول ږغونه کوي ، لکه په جرمني او امريکا کي ، مګر بيا ډير شيان بل ډول دي . هلته اقتصادي قابليتونه دونه ډير دي ،چه په چين کښي اقتصادي فعاليتونه په کاميابۍ سره پر مخ ولاړ سي . په چين کښي مناسب معاش او انساني قواوي،نسبت لويديزو هيوادو ته بيخي بل ډول دي . د چين په کويتګ داؤ کي د سټيل د شرکت د توليداتو منيجر يورګين ليهمن وايي :

« دلته دوې مختلفي نړۍ يو دبل سره مخامخ کيږي ، چه مختلف کلتوري اساسات لري . په اطمينان سره سړی درک کوي ، چه جرمني کلتور په ډير قوت او مستقيم ډول سره مشخص سوی دی . موږ عادت سوي يو، چه په مستقيم ډول باندي انتقاد وکو ، او په مسلکي ډول باندي پر موضوعګانو باندي بحث وکو ، تر څو ددغه جر وبحث د لاري کارونه سم کو . موږ کولای سو چه شخصي مسايل

په چين کي د موټرانو د جوړلو فابريکه
په چين کي د موټرانو د جوړلو فابريکهانځور: AP

د تجارتي مسايلو څخه جلا کو ، او ددې کار سره موږ کم پرابلم نلرو . »

د چينايانو ګډ ژوند او د خبرو طرز او خصوصآ د کار ډول په اروپا کي په اول سر کي پردﺉ معلوميږي . په جامعه کي مخامخ او عام انتقاد غيرمعمولي دی . زوی پر پلار باندي انتقاد نه کوي ، او هغه بيا پر حکومت انتقاد نه کوي . په انتقادکولو کي بايد د متقابل طرف مراعات وسي ، او مقابل طرف ته نبايد په عادي ډول وکتل سي . ځکه نو انتقاد هم مستقيمآ نه وارديږي . دی وايي :

« دا هغه څه دي چي زموږ جرمنيانو دپاره په مشکل د پوهيدو وړ دي ، او د سؤ تفاهم سبب ګرځي . همدارنګه د همکارانو دپاره داعادي خبره نده چه موږ پر هغوی باندي انتقاد وکو،چه کيدای سي حالت نور هم خراب سي . همکاران فکر کوي چه په ناحقه ورباندي انتقاد سوی دی .پدې خاطر بايد متقابلآ ځانونه سره پوه کي ، او يو د بل په خبره پوه سي ، تر څو ګډ کار په ښه ډول پر مخ ولاړ سي . »

د سټيل شرکت د2006 کال د سپټامبر څخه په چين کښي توليدات لري ،او کاملآ یې د چين د بل ډول اجتماعي شرايطو سره ځان عيار کړی دی . د غربي هیوادو برخلاف چينايان ځان په مخکي نه اچوي . دوی ځان ددې نړۍ يو جزء بولي ، چي دوی پکښې وظيفه اجرآ کوي . سسلسله ای مراتب په چين کښي ډير ارزښت لري .

خو د چينايي کارګرانو دپاره بيا هغه وخت سختيږي ، چه د مشکلو وظايفو سرته رسول مطرح وي ، د حل لاري چاري وپلټل سي ، او ابتکارونه رامنځته سي .

په چين کښي ددغه شرکت دپاره مهمه داده چي دوی په چينايي کارګرانو باندي کار کوي . چينايي کارګران بيحده علاقه مند،او ډير ژر هر څه زده کوي .

د کار ددغه ډول انعطاف پذيرۍ تر څنګ په چين کي بل ښه کار دادی ،چه بيروکراسي ډيره کمه ده ، او دهرکار دپاره عرايض نه ليکل کيږي .