1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنگه یو ځای د یونسکو په نړیوال میراث بدلیږي؟

نادين ووی سېک / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۳, یکشنبه

د روان کال د جولای میاشتې له لسم څخه تر شلمې نیټې پورې د یونیسکو نړیوال عملي، کلتوري او روزنیز سازمان د کمیټي غړي د ترکیې په استانبول ښار کې سره راټول شوي ول، څو د نوو نړیوالو میراثونو د کاندیدو پر سر خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1JV3Y
انځور: Fahriye Bayram

تر اوسه پورې تر زرو ډیر کلتوري او طبیعي آثار د یونیسکو د نړیوال میراث په نوم ثبت شوي دي. د یونیسکو په فهرست کې شاملیدل یو ځای ته ډیر لوړ حیثیت او درجه ورکوي.دا کار د دې سبب گرځي چې د نړۍ له مختلفو برخو څخه ډیر شمیر سیلانیان د دغه ځای لیدلو ته ورزي او په دې توگه ددغه هیواد په مجموعي عاید کې زیاتوالی رازي.

په دې کې لرغوني سیمې، کلیساگانې، ملي پارکونه، د راک نقاشۍ، مقبرۍ، کلا گانې، د تاریخي ښارونو مرکزونه، او د انگورو تاریخي باغونه شاملیږي. خو دغه ځایونه څنگه د یونسکو نړیوال سازمان له خوا د نړیوال میراث په فهرست کې شاملیږي؟

دغه پریکړه څوک کوي؟

د یونسکو د نړیوالو میراثونو کمیټه د ۲۱ هیوادونو۲۱ غړي دي چې د ټولو براعظمونو د مختلفو کلتورونو استازیتوب کوي. په هرو څلورو کلونو کې د دغه کمیټې تازه غړي انتخابیږي. د استازو دغه ټاکل کیدل ټولو هغو ۱۶۳ هیوادونو ته چې له یونسکو سره تړون لري دا فرصت ورکوي چې په دوراني شکل په دغه سازمان کې استازیتوب وکړي.

ویتنام، فنلنډ، الجزایر، پيرو او آلمان د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې استازي یې په اوس وخت کې د یونسکو په سازمان کې حضور لري.

د یونسکو سازمان غړي په کوم ځای کې سره ویني؟

د یونسکو سازمان د کمیټې د غونډو ځای هم په وار وار سره بدلیږي. د دغې کمېټې غړي په ۲۰۱۵ کال کې د آلمان په بن ښار کې سره راټول شوي ول. د روان کال د جولای میاشتې له لسم څخه تر شلمې نیتې پورې د دغه سازمان غړي په ترکیې کې سره راټول شوي ول.

د دغه نړیوال سازمان د کمیټې غړي هر کال د ۱۰ ورځو له پاره سره راټولیږي، تر څو د اوسنیو لرغونو اثارو او نړیوالو میراثونو د وضعیت او د دغه سازمان په لوملړ کې د شاملیدو له پاره د نوماندو ځایونو پر سر بحث وکړي.

ټاکل شوی ده چې دغه کمیټه به په روان کې ۱۵۶ تفصیلي رپوټونه و ارزوي، تر څو بیا مومي چې کومې سیمې په ځانگړي توگه د نړۍ په بې وزله هیوادونو کې نړیوالو مالي مرستو ته اړتیا لري.د منل کیدو معیارونه

د آلمان په هامبورګ کي د «ځيرمه ښار» هم په د يونيسکو له ميراث څخه بلل شوی
د آلمان په هامبورګ کي د «ځيرمه ښار» هم په د يونيسکو له ميراث څخه بلل شویانځور: picture-alliance/dpa/Axel Heimken

یوازې هغه سیمې یا ځایونه کولې شي د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست شامل کړای شي چې نړیوال ارزښت او ځانگړتیا ولري. د بیلگې په توگه یوه طبیعي یا کلتوري ممتازه سیمه چې تاریخي ارزښت ولري او لاسوهنه په کښې نه وي شوې کیدای شي د یونسکو پر شرایطو برابر اوسي.

د دغو اساسي معیارونو یوه بله برخه یو ضمیمه یې نوملړ دی چې لس معیارونه لري. د بیلگې په توگه یو ځای باید د انسان د لاس خلاقیت وي او یا هم یو فرهنگي میراث وي.

په کوم شمیر کې نړیوال میراثونه په آلمان کې شتون لري؟

په اوس وخت کې په آلمان کې ۴۰ نړیوال میراثونه موجود دي. د دغه هیواد لومړنې لرغونې بنا د اخن ښار کلیسا ده چې په ۱۹۷۸ کال کې د یونیسکو سازمان د نړیوال میراث په فهرست کې شامل کړای شو.

همدارنگه د کولن ښار کلیسا او د لورش، کوروی، رایشناو او ماولبورن ښارونو تاریخي ودانۍ هم له دغو نړیوالو میراثونو څخه دي.

د نړیوال میراث کومې ساحې د نابودۍ له خطر سرا مخامخې دي؟

د هغو نړیوالو میراثونو نوملړ چې له خطر سره مخامخ دي، په لومړي قدم کې هغه ځایونه دي چې زیانمن شوي یا منځه تللي او یا هم د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي. په اوس وخت کې ۴۸ ساحې په دغه فهرست کې شامل شوي دي. دغه ساحې د جگړو، ویجاړیو، ترهگرۍ، طبیعي افاتو او یا هم د ښارونو د پراخیدو له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د دغو ساحلو له جملې څخه هغه ځایونه چې په روان میلادي کال کې یې د نړیوالو ډیر پام ځانته را اړولی دی د سوریې کلتوري بناوۍ او د پالمیرا لرغونې ښار دی.

د بامیانو بوتان او په هرات کې د جام منار هم په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له نړیوالو میراثونو څخه شمیرل کیږي. څه موده مخکې د یونیسکو سازمان عمومي مشرې ارینا بوگووا، کابل ته سفر کړی وو.

هغې له یو شمیر افغان لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې وویل چې دغه سازمان په پام کې لري چې لږ تر لږه د افغانستان څلور نورې لرغونې سیمې د یونسکو سازمان د نړیوال لرغوني او کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړي. دغه ساحې عبارت دي له، به بامیانو کې بند امیر، د کابل باغ بابر، د بلخ او هرات له ښارونو څخه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: