1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څومره غوښه خوړل د انسان د روغتیا له پاره مناسبه ده؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په عمومي توګه غوښې د پروتینو او ډيرو نورو ویټامینونو ښې سرچینې دي. خو د مناسب مقدار پروتینو د ترلاسه کولو له پاره د غوښې خوړلو اندازه ډیره مهمه ده.

https://p.dw.com/p/2tvvt
Saarland - Schwenkgrill
انځور: Elke Dubois/TZS

په ټوله نړۍ کې غوښې په مختلفو اندازو سره خوړل کیږي. په اروپا او امریکا کې بیا د غوښو مصرف کم شوی دی. په آسیا کې بیا د غوښي مصرف د پخوا په پرتله ډیر شوی دی. د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په آسیا کې د يوه کس پر سر د غوښې مصرف ډیر لوړ دی.

د ۱۸ کلونو له پاره په نړۍ کې یوه تر ټولو ستره څیړنه چې پکې له لسو اروپايي هیوادونو څخه نږدې نیم میلیون کسان تر ارزونې لاندې نیول شوي، د تغذیې او د سرطان، شکرې یا دیابیت او یا هم د زړه د ناروغیو ترمنځ د اړیکو څیړنه کوي.

په لنډه توګه، د دې څیړنې څیړونکو موندلې چې د ډیرو غوښو استفاده کول له وخت څخه مخکې مرګ سره اړیکه لري. د دې برعکس بیا د غوښې کم مصرف د انسان د عمر په اوږدوالي کې رول لري.

خو داسې هم نه ده چې یوازې سبزي خوړونکي یا هغه کسان چې هیڅ غوښه نه خوري، هغوی دې ډیر عمر وکړي، بلکي هغه کسان چې په لږه اندازه غوښه خوري، هغوی هم تر نورو نسبتاً اوږد ژوند کوي.

په دې څیړنه کې ساینسپوهانو همدا راز موندلې ده چې په غوښو کې د روغتیا ځيني ګټور عناصر موجود دي چې د نباتاتو په پرتله د حیواناتو له غوښې څخه په آسانه ډول د انسان په بدن کې جذبيږي.

د آلمان د تغذيي ټولنې او د سرطان نړیوال څیړنیز سازمان په اونۍ کې د ۵۰۰ ګرامه غوښې د خوراک وړاندیز کوي. دوی همدا راز له غوښې جوړ نور تولیدات لکه ساسچ او دې ته ورته تولیدات د انسان د ورغتیا له پاره زیانمن ګڼلي، ځکه چې په دې راز تولیداتو کې سودیم نایتریت موندل شوي، کوم چې د انسان له پاره زیانمن دي. 

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: