1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څوک چې مرسته کوي بندي کیږي

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

زیات شمیر افریقایي کډوال په اسرائیلو کې د کار او سر پناه موندلو په لټه کې دئ. حکومت هغوی بیرته وباسي او هغو اسرائیلیانو ته سزا ورکوي چې کډوالو ته کار ورکوي او یا هم له هغوی سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/15CQi
انځور: picture-alliance/dpa

په ډیرو کمو حالاتو کې اسرائیل کډوالو ته پناه ورکوي. البته هغو ته چې په خټه یهودي نه وي. خو په تیرو کلونو کې یو ګڼ شمیر کډوالو له افریقایي هیوادونو، لکه جنوبي سودان، د عاج ساحل او مالي څخه اسرائیلو ته د پناه غوښتنې په لټه راغلي دي.

خو اوس د جنوبی سودان ۳۰۰۰ کډوال د بیرته شړلو له ګواښ سره مخامخ دی. تیره اونۍ د بیت المقدس یوې محکمې پریکړه وکړه چې د جنوبي سودان د کډوالو بیرته ایستل یو قانوني کار دئ ځکه چې د محکمې په نظر هلته کورنۍ جګړه نه شته او د کډوالو ژوند مستقیما له خطر سره مخامخ نه دئ.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو مسئولینو د یکشنبې په ورځ سهار وختي د دغو کډوالو د ایستلو له پاره سمدلاسه په اقدماتو لاس پورې کړ. د اسرائیلو په جنوب کې د ایلات سیمې ته ته نزدې هغوی اته تنه جنوبي سودانیان ونیول چې د کار په لور روان ول. اوس زیات شمیر دغه کډوال ځانونه پټوي. سوسان ۲۵ کلنه او له جنوبي سودان څخه ده. هغې د اسرائیلو په راډیو کې وویل:

«اوس زه کور کې ناسته یم. زه له کاره وشړل شوم. ستونزه دا ده چې پخپل هیواد جنوبي سودان کې هم کار نه شم کولای. اوس ټول جنوبي سودانیان بیرته استول کیږي. هغوی ته اوس نور دلته څوک کار نه ورکوي.»

د یکشنبې په ورځ د قانون جوړونې له پاره د اسرائیلو د وزیرانو کمیتې یوه قانونی مسوده جوړه کړه چې د هغې له مخې د کډوالو ایستل ګړندي کیږي. د دغې مسودې له مخې هر هغه اسرائیلي چې دغو کډوالو ته کار ورکړی، له هغوی سره مرسته وکړي او یا هم هغوی ته پخپل کور کې پناه ورکړي، تر پنځو کلونو قید باندې محکومیږي. دغه قانون د هغو فلسطینیانو په برخه کې هم د تطبیق وړ دئ چې په غیرې قانوني توګه په اسرائیلو کې ژوند کوي.

کابو ۶۰ زره افریقایي کډوال په اسرائیلو، په خاصه توګه په ایلات او تل ابیب کې ژوند کوي. هغوی په تیرو لسو کلونو کې اسرائیلو ته کډه شوي دي. هغوی له جنوبي سودان، دارفور، حبشې، اریتریا او نورو افریقایی دولتونو څخه راغلي دي.

په تیرو اونیو کې په زر ګونو اسرائیلیانو د تل ابیب په جنوب کې په مظاهرو لاس پورې کړ او له اسرائیلو څخه ئې د افریقایي کډوالو د «شړلو» غوښتنه وکړه. له هغه وروسته د اسرائیلو حکومت، په خاصه توګه د اسرائیلو د کورنیو چارو وزیر الي جیشای، اعلان وکړ چې په هر ډول ممکنه اقداماتو به لاس پورې کړي چې په لسونو زره افریقایان له اسرائیلو څخه وباسي. جیشای د اسرائیلو د پوځ په راډیو کې دا خبره رد کړه چې له اریتریا څخه کډوال په خپل وطن کی تر تعقیب لاندې دي:

«زه هغه څه نه منم چی دوی ئې د اریتریا په هکله وایي. د ملګرو ملتو سازمان به په دې هکله په وار وار سره پلټنې وکړي. د بشري حقونو د سازمانونو له پاره لازمه نه ده چې له دا ډول خبرو سره د دولت بیړۍ په غیر قانونی کډوالو ډکه کړي.»

د اسرائیلو د حکومت سیاستوالان دا نه مني چې افریقایان په دې وجه اسرائیلو ته پناه وړي چې ګواکې په خپلو هیوادونو کې تر تعقیب لاندې دي او یا د هغوی په هیوادونو کې کورنۍ جګړې روانې دي. د اسرائیلو په پارلمان کې د لیکود ګوند استازي د اسرائیلو د پوځ په راډیو کې ادعا وکړه چی دغه کسان کډوال نه دي:

«دغه کابو ۷۰ زره خلک چې کیڼ اړخې سازمانونه هڅه کوي ورباندې د کډوالو نوم کیږدي، په اصل کې کډوال نه دي. د اسرائیلو د قانون له مخې هغوی غیرې قانوني کډوال دي. موږ فکر کوو چې ښایي یوازې یو څو سوه ئې رښتیني کډوال وي. دغو دروغو ته چی ګواکی هغوی کډوال دي، باید د پای ټکی کښیښودل شي. اسرائیل یو پیاوړی اقتصاد لري، هغوی یوازې د کار له پاره دلته راځي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش