1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د افغان مهاجرو اخراج دې په عاجل ډول ودرول شي»

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

په آلمان کې د ټولنیزو هوساینې اتحادیو او د مهاجرو ملاتړو سازمانونو یو وار بیا په عاجل ډول افغانستان د مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه کړې. ټاکل شوی ده چې د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرو یوه بله ډله هم اخراج شي.

https://p.dw.com/p/2dqWN
Demo gegen geplante Abschiebung am Frankfurter Flughafen
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

د پرو ازول، دیاکوني، د بخښنې نړیوال سازمان او د ټولنیزې هوساینې اتحادیو د سه شنبې په ورځ په برلين کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په عاجل ډول د رد شویو مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ د درولو غوښتنه کړې ده.

یادو سازمانونو او اتحادیو د دغې اعلامیې په ترڅ کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د پریکړو پر څرنګوالي انتقاد کړی دی. دغه سازمانونه نیوکه کوي چې د مهاجرو د پناهندګۍ غوښتنلیکونه له تیروتنو سره ارزول کیږي او بیا وروسته دغه رد شوي مهاجر د دوی ژوند په خطر کې اچولو سره افغانستان ته اخراجیږي.

د دغو سازمانو د رپوټ پر بنسټ د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې وروسته تر یوې داخلي بررسۍ اعتراف کړی دی چې د مهاجرو غوښتنلیکونو ته د رسیدګي په پروسه کې خیتې تیروتنې شوي دي.

د دغو سازمانونو په حواله د چهارشنبې ورځې (د می میاشتې ۳۱) له پاره یو وار بیا د افغان مهاجرو ډله ییز اخراج پلان شوی دی. د دغو سازمانو په ګډه اعلامیه کې انتقاد شوی دی چې د افغانستان د وضعیت په اړه نوي معلومات د مهاجرو د دوسیو د بررسۍ په وخت کې په پام کې نه دي نیول شوي.

په دغه اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت پر خرابیدو سربیره، په پرله پسې ډول ډیر افغان مهاجر رد شوي دي.

په داسې حال کې چي دوه کاله مخې په آلمان کې د افغان مهاجرو د قبلیدو چانس ۷۸ سلنه وو، تیر کال ۶۰ سلنه او په روان میلادي کال کې بیا نږدې د نیمایې افغان مهاجرو د پناه غوښتنې رد شوي دي.

نوموړي سازمانونه په دې کې شک لري چې په افغانستان کې دننه دې د تیښتې او مهاجرت له پاره بدیلې سیمې وجود ولري.

د دوی په خبره د افغانستان امنیتي وضعیت دومره د وړاند وینې وړ نه دي چې حتی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیساري هم په افغانستان کې د امنو او نا امنو سیمو په منځ کې توپير ته له قایل کیدو څخه ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر او د دغه هیواد ډیر شمیر ایالاتونه د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو یا اخراج له پاره داسې دلیل راوړي چې په افغانستان کې امن سیمي وجود لري.

د آلمان حکومت د تیر کال په مني کې له افغانستان سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې په چارتر الوتکو کې افغانستان ته د مهاجرو بیرته ستنول ممکنوي. د دسمبر میاشتې را په دې خوا په ډله ییزه توګه د مهاجرو د اخراج هر یو مورد په عین وخت کې له اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.

له آلمان څخه هر وارې د مهاجرو اخراج له اعتراضونه سره مخ شوی: 

له آرشیف څخه د انځورونو گالري: