1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څيړنه: د مهاجرو کورنیو په ماشومانو کې د فقر کچه لوړه شوې

۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د يوه آلماني بنسټ د څيړنې له مخې په آلمان کې د فقر کچه د مهاجرو ماشومانو په منځ کې مهاجرتونو د ډیریدو له کبله ډيره شوي. په ۲۰۱۱ کال کې په دې نسبې کوچنۍ ډلې کې شاملو ۳۵،۷ سلنه کسانو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

https://p.dw.com/p/2bUMd
Deutschland Flüchtlingskind
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلماني بنسټ "هانس بوکلر" د رپوټ له مخې چې د سه شنبې په ورځ د دوسلدورف په ښار کې خپور شو، په ۲۰۱۵ کال کې ۴۸،۹ سلنه ځوانو مهاجرو د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوه.

په مقابل کې بیا په آلمان کې قفر د کچې له نظره د هغو ماشومانو په منځ کې چې د مهاجرت شالید لري، لږ بدلون رامنخ ته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هغو آلماني ماشومانو په وضعیت کې چې د مهاجرت شا لید نه لري، ښه والی راغلي دي. د هغوی په منځ کې په ۲۰۱۱ کال کې د فقر کچه ۱۳،۷ سلنه وه، خو په ۲۰۱۵ کال کې بیا هغه ۱۳،۵ سلنه ته راټیته شوې ده.

دغه څيړنه چې د اقتصادي او ټولنيزې څيړنيزي موسسې (WSI) له خوا تر سره شوې، کيدلاي شي چې د آلمان د ټولو ايالاتونو له پاره يو اساس وي.

د اروپايي ټولنې د تعريف له مخې هغه کسا د فقر له ګواښ سره مخامخ دي چې د منځني عاید له ۶۰ سلنه څخه کمې پیسې ترلاسه کړي. په دې اساس په ۲۰۱۵ کال کې د داسې یوې کورنۍ له پاره چې د ۱۴ کلونو څخه دوه کم عمره ماشومان ولري، د فقر کرښه ۱۹۷۸ یورو ټاکل شوی وو.

په ټوليزه توګه په آلمان کې د ماشومانو په منځ کې د فقر کچه د دي رپوټ له مخې په ۲۰۱۴ کال کې له ۱۹ سلنه څخه په ۲۰۱۵ کې ۱۹،۷ سلنه ته پورته شوي.


د "هانس وکلر" له بنسټ څخه اریک زایلس وايې چې د مهاجرتونو ډیریدو پر ځایي ماشومانو باندې ډیره اغیزه نه ده کړې. هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې که څه هم د مهاجرو ماشومانو تر منځ د فقر خطر ډير زيات دې، خو دغه واقعيت چې ماشومان له جګړې څخه په آمان کې دي لومړیتوب لري.

دغه راز  زایلس وايې چې په اوږده موده کې باید د کډالو ماشومانو والدین ته د کار زمینه برابره شي چې هغوی وشي کولای د یوې کورنۍ په توګه ښه ژوند ولري او د فقر تر کرښې لوړ ژوند وکړي.