1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: په آلمان کې د مسلمانان ادغام ښه پر مخ روان دی

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

یوه آلماني څیړنیز انستیتوت موندلې چې په آلمان کې د مسلمانانو ادغام د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله په ښه توگه پر مخ روان دی. خو ځینو بریدونو د ځینو آلمانانو په مینځ کې له مسلمانانو سره گډه ژوند تر پوښتنې لاندې راوستی.

https://p.dw.com/p/2ikzo
Deutschland Muslime Integration
انځور: Imago/R. Peters

د برتلسمن د یوه رپوټ پر اساس په آلمان کې ميشت نزدې ټول مسلمانان دغه هيواد سره د پيوستون احساس لري. خو په ورته وخت کې مسلمان آلمانيان بايد د يو لړ ناسمو قضاوتونو پر وړاندې مبارزه وکړې ځکه د آلمانيانو يو پر پنځمه برخه نه غواړي چې مسلمانان يې په ګاونډ کې ژوند وکړي.

د برتلسمن څيړنه ښيي چې د مسلمانانو په اړه د آلمانيانو له وخت څخه دمخه ډیرۍ شوي قضاوتونه ناسم دي. دغې څيړنې له تمې لرې حيرانونکې پايلې وړاندې کړي دې. په دې معنی چې ډيری مسلمانان دا نه غواړي چې منزوې وي، بلکه دوی له ښاري وګړو سره په اړيکه کې دي.

د دغه څيړنيز کار پايلې د «آلمان لپاره بديل» ګوند د اسلام ضد تبليغاتو پر وړاندې یو خنډ ګڼل کیږي. يو شمير آلمانيان په دې عقيده دي چې په آلماني ټولنه کې د مسلمانو مهاجرو ادغام امکان نه لري. خو د برتلسمن بنسټ لخوا ترسره شوي دغه څيړنيز کار چې پنجشنبې په ورځ خپور شو، د دغې عقيدې ناسموالی په ډاګه کوي.

د څيړنې پايلې ښيي چې وضعيت په بشپړه توګه برعکس دی. يعنې په آلمان کې له مختلفو هيوادونو څخه د راغلو مسلمانانو مهاجرو ادغام، «ښه لور» ته پرمخ روان دی. که څه هم په دې لاره کې يو لړ ستونزې هم شته. د مسلمانانو د دويم نسل ډیره برخه يې د آلماني ټولنې په يوې برخې بدله شوې ده.

Deutschland Muslime Integration
یو شمیر آلمانیان فکر کوي چې په آلمان کې د مسلمانان ادغام ممکن نه دی، خو د څیړنې پایلې بیا دغه موضوع ردوي.انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د برتلسمن څيړنيز کار د هغو نظر غوښتنو پر اساس تيار شوی دی چې د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې په پنځو اروپايي هیوادونو کې ترسره شوې وې. په دغه څيړنيز کار کې د آلمان ترڅنګ اتريش، سويس بريتانيا او فرانسه شامل ول.

خو په دغه څيړنيز کار کې هغه مهاجر چې د ۲۰۱۰ کال څخه وروسته اروپا ته راغلي دي، په نظر کې نه دي نيول شوي.

آلمان د کار په بازار کې د مسلمانانو د ادغام په برخه کې ښې پايلې ترلاسه کړي دي. په دغه هيواد کې شاوخوا ۷،۴ ميليونه مسلمانان ژوند کوي چې د مجموعي نفوس ۷،۵ سلنه برخه جوړوي. په دې اساس په آلمان کې ميشت ۶۰ سلنه مسلمانان پوره وخت او ۲۰ سلنه نور يې نيم وخت په کارونو بوخت دي. په دې ترتيب د دوي او د اکثريتو آلمانيانو تر منځ کوم توپير شتون نلري.

د دغې څيړنې پر اساس، په آلمانۍ ټولنه کې د مسلمانانو په منځ کې د بيکارۍ نرخ د بيکارۍ منځني نرخ ته د نژدې کيدو په حال کې دی. د کاري ځواک اړتيا او د ژبې کورسونو په څير عواملو مرسته کړې ده چې د مسلمانانو په منځ کې د بيکارۍ کچه ښکته راشي.

خو په فرانسه کې وضعيت بل ډول دی: که څه هم په فرانسه کې د مسلمانانو تحصيلي کچه لوړه ده، خو د هغوي د بيکارۍ نرخ په کې ۱۴ سلنه دی چې په دې ترتيب د غيرمسلمانانو په پرتله د بيکارۍ کچه دوه برابره ده. خو د دغې څيړنې ليکونکي وايي چې فرانسه د ښوونځي د زده کړې په دوره کې له آلمان څخه مخته ده.

د دوي په وينا، د دې کار دليل دا دی چې په فرانسه کې زده کونکي ډیر وخت ښوونځيو کې په زده کړو بوخت وي چې په پايله کې يې د دوي درسي ستونزې ژر هواريږي.

په آلمان کې ۳۶ سلنه مسلمان مهاجر د ۱۷ کلنۍ تر بشپړيدو د مخه ښوونځي پريږدي. په فرانسه کې بيا د هغو زدکونکو شمير چې د ۱۷ کلنې تر بشپړيدو د مخه ښوونځي پريږدي ۱۱ سلنه ده، دا ځکه چې د فرانسې په ښوونځيو کې د زدکړې دوره اوږده ده.

د څيړنې پر اساس، آلماني ژبه د درې څلورمې برخې هغو مسلمانانو له پاره لمړنۍ ژبه ده کوم چې په آلمان کې زيږدلي دي. له دغې ډلې څخه يو شمير یې د آلماني ژبې تر څنګ د خپل اصلي هيواد ژبې هم زده کوي. نژدې يو پر پنځمه برخه د هغو مسلمانانو چې آلمان ته مهاجر شوي دي، آلماني ژبه خپله لمړنۍ ژبه ګڼي. د چارو کارپوهان وايي دا انګيرنه چې ګواکې مسلمانان له غير مسلمانانو څخه ځان لرې نيسي، صحت نلري او دا يو غلط قضاوت دی.

Frau mit Kopftuch Symbolbild
په آلمان کې د مسلمانانو ادغام په ښه توګه روان دی.انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

يوه لویه برخه د مسلمانانو چې په دغه څيړنيز کار کې يې برخه اخيستې ده، ويلي دي چې دوی خپل ډير فارغ وختونه د سيمې له اوسيدونکو سره تيروي. ډیريو کسانو چې په دغې څيړنه کې برخه اخيستلې ده، ويلي دي چې دوی د خپل نوي هيواد سره د پيوستون ښه احساس لري. خو دغه احساس د دې مانع نه ګرځي چې د دوي مينه دې له خپلو اصلي هيوادونو سره لږ وي.

يو لړ ستونزې هم شتون لري چې باید له مخې لرې کړل شي. د دغو نظر پوښتنو پر اساس، هغه «متدين مسلمانان» چې غواړي په خپل ورځني ژوند کې خپلې مذهبي دندې ترسره کړي له ستونزو سره مخ دي. هر څوک چې غواړي ټيکری په سر کړي يا هره ورځ خپل پنځه وخت لمونځ ادا کړي، په کاري ژوند کې له ستونزو سره مخ کيږي. دغه مسئله آلمان کې هم صدق کوي.

خو د څيړنې ليکونکي وايي چې دغه مسئله په بريتانیا کې توپير لري. په دغه هيواد کې مسلمانان د مسيحيانو په څير د مذهبي ټولنې په څير په رسميت پيژندل شوي دي حتی ښځينه پوليسې اجازه لري ټیکري پر سر کړي. ليکونکي وايي چې آلمان باید د مسلمانانو ټولنې د رسميت پيژندنې په برخه کې تر دې هم لا ډیر اقدامات ترسره کړي.