1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه:په افغانستان کي پوځي اړخ پياوړي کول د ستونزي د حل لاره نه ده

۱۳۸۸ خرداد ۶, چهارشنبه

په جرمني کي د سولي د څېړونکو ډلي د سږ کال په څېړنو کي افغانستان او د هغه جګړه په محراق کي ځای لري او ليکي چي په دغه هيواد کي د امنيتي وضعي خرابېدل د هغه د اصلي ستونزي يوازنۍ نښانه ده...

https://p.dw.com/p/HyMp
د سولي او پرمختګ د انستيتوت غړی Jochen Hippler
د سولي او پرمختګ د انستيتوت غړی Jochen Hipplerانځور: picture-alliance/ dpa

د پوځي اړخ پياوړ کول د دې ستونزي ځواب نه دی، د Duisburg د پوهنتون د «پرمختګ او سولي» له انستيتوت څخه Jochen Hippler دغه ډول نظر داسي بيانوي.

«موږ هغو کارکونکو او هغو ستراتيژيو ته اړتيا لرو چي په افغانستان کي په ټولنيز بنسټ کي د دولتي نظام په جوړولوکي خدمت وکړي، هغه څه چي تراوسه پوري وجود نه لري، موږ له هغه يو دولت څخه د نړيوالو سرتيرو سره قسماً ساتنه کوو چي د دغه هيواد په پراخه برخه کي شته والی نه لري،او په پراخه برخه کي د يوې ربړي په توګه انګيرل کيږي- هغه ربړه، چي په هغه کي د اختلاس، اداري فساد او يا د جګړه مارو څخه دملاتړ او يا زور زياتيو په وجه رامنځ ته شوي دي.»

د سولي د څېړونکو د ډلي غړي، Hippler د خپل نظر له پاره چي په افغانستان کي دولت، پاته راغلی د دغه هيواد په يوه کلي کي د يوې کونډي مېرمني قضيې د مثال په توګه ګوته نیسي، چي لېور يې د هغې ځمکه په زور غصب کړې وه. کونډي مېرمني په محکمه کي دعوا وکړه، خو اړوند قاضي دعوا د هغې د لېور په ګټه فيصله کړه، ځکه لېور يي قاضي ته بډي ورکړي وې، دا په داسي حال کي چي دغي بېوزلي کونډي او ماشومانو يي د لوږي شپي او ورځي سبا کولي. د سولي نوموړی څېړونکی وايي چي له دې ډول کړواو وړو سره په دولت باندي اعتماد وده نه شي کولای، طبيعي ده چي يوه خلاء رامنځ ته کيږي.

په جرمني کي د سولي د څېړونکو په نظر د حکومتوالۍ د پياوړتيا، د محلي او سيمه ايزو قانوني دولتي جوړښتونو له پاره د افغانستان هر ډول ستراتيژي پاته راغلې.
په جرمني کي د سولي د څېړونکو په نظر د حکومتوالۍ د پياوړتيا، د محلي او سيمه ايزو قانوني دولتي جوړښتونو له پاره د افغانستان هر ډول ستراتيژي پاته راغلې.انځور: picture-alliance/ dpa

«هغه يوه ټولنيزه، سياسي خلاء چي د داسي ياغيانو لکه د طالبانو په څېر ډکيږي. د دغه بغاوت اهميت له همدې وجي ستر شوی دی، چي دغه خلاء وجود لري. پوځي اسباب او وسايل يوازي وخت ګتي، دغه خلاء ډکولای نه شي، که چيري موږ غواړو چي پر دغه ډول کړکېچونو باندي رښتيا هم کار وکړو او هغه پای ته ورسوو، زموږ اساسي نظر دا دی چي د نظم په ميکانيزم او د ټولني د ټولنيزي قاعدې په دولتي جوړښت کي خلاو ته د پای ټکی کښېږدو».

په آلمان کي دسولي دڅېړونکو په نظر، د حکومتوالۍ د پياوړتيا، د محلي او سيمه ايزو قانوني دولتي جوړښتونو له پاره د افغانستان هر ډول ستراتيژي پاته راغلې ده. په اوسني وخت کي نړيوالي ټولني د جمهور ريسس بارک اوباما د پوځي پياوړتيا پر لاري باندي ټینګار کوي. د Duisburg د پوهنتون د «پرمختګ او سولي» له انستيتوت څخه Jochen Hippler د خپلو همکارانو سره د څېړني د وړاندي کولو په وخت کي په برلين کي خبريالاتو وويل.

«د زياتو سرتيرو استول يوازي هغه وخت ګټه کوي، چي د دولتي جوړښتونو له پاره د زيارونو سره جوخت وي، يوازي د پوځي پياوړتيا سره دسياسي ستراتيژي کمبود تلافي کيدای نه شي.په جرمني کي د سولي د څېړونکو د ډلي په څېړنه کي دا هم ويل شوي چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو زياتول هم د ټولو ستونزو د حل لاره نه ده. هغه مثال راوړي: «په ګاونډي هيواد پاکستان کي 950 زره وسلوال ځواکونه شته دي،خو هغه څه چي نه شته هغه ثبات دی.»

Werkhäuser, Nina/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل