1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: آلمان ته ډیر مهاجر د ښوو بشري حقونو له وجي راغلي

۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعه

د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا ترسره شوې څيړنې ښيي چې اکثره مهاجر دغه هيواد ته په دې دليل راغلي دي چې د بشري حقونو وضعيت پکې ښه دی.

https://p.dw.com/p/2RF7H
Mahir Inci First Step Beratung Migranten Integration Arbeitsmarkt
انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د يوې ترسره شوې څېړنې له مخې، په آلمان کې میشته مهاجر تر هر څه د مخه، د خپل بشري حقونو وضعيت د ښه کيدو په تمه دي. د آلمان د مهاجرت ادارې د څېړنې په حواله، ۶۴ سلنه مهاجرو آلمان ته د راتګ خپل دليل، په دغه هيواد کې د بشري حقونو درناوی په ګوته کړی دی. ۳۸ سلنې بیا د مذهبونو آزادي او ۳۱ سلنه نور د سياسي ثبات غوښتونکي دي.

آلمان یو ځواکمن اقتصادي هيواد دي، خو د اقتصادي لاملونو له مخې ورته د راغليو مهاجرو ميزان یوازې ۱۲ سلنه ښودل شوی دی.

په تر سره شوې نظرپوښتنه کې شخص کولای شول چې څو ځوابونه انتخاب کړي. د «۲۰۱۴ کال مهاجرت څيړنه» د هغو مهاجرو په ګډون چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ آلمان ته راغلي او په رسميت پيژندل شوي دي. دا په دې مانا چې یاد مهاجر آلمان ته د مهاجرت له بحران څخه څو کاله د مخه راغلي دي.

په يادو کلونو کې د پناه غوښتني د درخواستونو شمير د ۲۸ زرو او ۷۸ زرو په منځ کې وو. له دغې شميرې څخه د شاوخوا يو پر څلورمې برخې د پناه غوښتنې درخواستونه د آلمان دولت له خوا منل شوي دي.

د مهاجرو ساتنه

آلمان ته یوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۸۹۰ زره مهاجر راغلل. د کورنيو جګړو له امله د مهاجر بهير ته په کتو، اوس مهال په آلمان کې د مهاجرو د ساتني میزان۶۰ سلني ته رسيږي.

که څه هم ترسره شوې څيړنه په آلمان کې د پناه غوښتني د اوسني وضعيت ښکارندوي نه کوي، خو له دغې لارې په ځينو برخو کې رڼاوې اچول شوي دي. د بيلګې په توګه: پر کار او زده کړې سربيره، ورزش او مذهبي ټولنو هم په آلمان کې د مهاجرو له پاره خپل خاص اهميت لرلی دي.

تر دې علاوه، څيړونکي په دې اند دي چې مهاجر په هغو برخو کې چې لږ یا متوسط مهارتونه ته اړتيا لري، په کارونو بوخت دي او غواړي چې ځانونه لوړو ځایونو ته ورسوي.

مهاجر او مذهبونه

د مذهب له اړخه، هغه مهاجر چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کال تر منځ آلمان ته راغلي دي، ۳۷ سلنه يې مسيحيان، ۲۸ سلنه يې ايزديان او ۱۷ سلنه نور يې مسلمانان دي. خو کيدای شي دغه شمېر اوس په سوريه کې د جنګونو او له دغه هيواد څخه د مسلمانانو د مهاجرت له امله بدلون کړی وي. په هغه وخت کې سوريه د مهاجرت د مبدا له مخې شپږم هيواد وو، خو اوس لومړی ځای لري.

نور مطالب