1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: آلمان د مهاجرت په مقناطيس بدل سوی دی

اندرياس/ رسول رحیم/ مومند۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه

هغه وختونه نور تیر شول چې یو ترکي مهاجر به په فابریکه کې د کار کولو او یا د یوه پولنډي عکس به د سړک جوړلو په وخت کي په آلمان کې ښودل کیدل.

https://p.dw.com/p/1760B
انځور: picture alliance / ZB

د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلنو ترمنځ آلمان ته د پوهنتونو د نوو راغلو فارغ التحصیلانو کچه له ۳۳ سلني څخه۴۴سلني ته لوړه شوې ده. دغه موضوع په هغه راپور کې معلومه شوې ده چې د کار موندني او مسلکې زده کړو د ټولني له خوا څېړل شوې ده.

آلمان ته د لوړو زده کړو درلودونکو راغلو مهاجرینو لویه برخه، د اروپا د ټولني د غړو هیوادونو څخه ده. د کارموندني او مسلکې زده کړو د بنیاد څېړونکی هربرت بروکر د دې کار اغیزمنتیا د اروپا په کچه په هغه نوښت کې ویني چې د« بولوګنا» یا د تحصلي موسسو د همږغۍ په نوم رامنځته شوی دی.

ډیری نوي مهاجرین هغه محصلین دي چې د خپلو زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته آلمان ته راغلي دي.

هغه مهاجرین چې په کانونو او رستورانونو کې کار کوي چي لوړو زده کړو ته پکښې اړتیا ده، ښایې بدي زده کړي ونلري. بروکر زیاتوي: «ښایې له هغو څخه ډیری یې د خپلو زده کړو نه په کښته کچه کارونو بوخت وي.»

د بوخم د روهر پوهنتون څېړونکی لودګر پرایس پر دي مسئله باندي په بل ډول رڼا اچوی.
هغه وایې: «د مسلکې زده کړو د اسنادو د پژندلو له پاره لا اوس زموږ سیستم پیچلی دی. ځکه نو باید ډیر کار وشي.»

په آلمان کي د ۲۰۱۲ کال د اپریل له میاشتي راهيسي مهاجرینو ته دا قانوني حق ورکړل شوی دی، چې د خپل هیواد تحصلي اسناد د دريو میاشتو په موده کې ارزیابۍ ته وړاندي کړي.

له یولړ ورته ستونزو سره د کار موندني څیړونکی هربرت بروکر وړاندوینه کوي چې آلمان ته د مهاجرینو جزب مخ پر ډیریدو دی او په ۲۰۱۴ کال کې به د رومانیا او بلغاریا څخه هم خلک راشي. دا ځکه چې د دغو دوو هیوادونو چې اوس یې د اروپايي اتحادي غړیتوب ترلاسه کړ، اوسیدونکې یې کولای شي له ویزي پرته آلمان ته راشي.

هربرت بروکر په دې اړه خوشبینه دی، چې رومانیایې اوبلغاریایې مهاجران به هم په آلمان کې داروپا د اتحاديې د غړو له پاره د مقررۍ آزدۍ له نوي پروګرام نه په ګټي اخستو سره د شرقي اروپا له نورو هغو ۸۰۰۰۰ وګړو په څیر د آلمان د کار بازار ته لار ومومي، چې سیاست پوهان لدي ویره لري چې دا مهاجران په آلمان کې د سوسیال یا د ټولینیزو مرستو د ادارو د اوږو بار نشي. هغوی به ټول کولای شي ځانته کار او بوختیا پیدا کړي.