1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: بې پيلوټه الوتکو ماشومان هم وژلي

۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعه

په یوه تازه څیړنه کې راغلي چی د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په شمول په زرګونه تنه وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/12FS9
بې پيلوټه الوتکه
بې پيلوټه الوتکهانځور: picture alliance/dpa

په لندن کي د ژورنالیزم د یو څیړنیز مرکز او یوې پاکستانۍ ورځپاڼې دي ایکسپریس ټریبیون د څیړني په حواله د ۲۰۰۴م کال راهیسي د بی پیلوټه الوتکو په ۲۹۱ بریدونو کي لږ تر لږه ۲۲۹۲ تنه ملکي وګړي وژل سوي. دغه شمېر تر هغو ارقامو ۴۰ فيصده ډير دی چي ادعايي کيږي.

په دغه څیړنه کي ادعا سوې، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې له خوا په دغه بریدونو کې ډیر والی راغلی او په ۲۳۶ بریدونو کي ۱۸۴۲ تنه وژل سوي دي.

دغه راپور زیاتوي، چي د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د وخت سره په پرتله هغه وخت د بې پیلوټه الوتکو ۵۲ بریدونه تر سره سوي ول.

د امریکا د متحده ایالاتو د بي پیلوټه الوتکو بریدونه دا ښيي، چې د اورپکو پر شکمنو ځایونو د (سي آیی ای) له لوري تر دې لا ډیر بریدونه سوي.

دغه راز په راپور کي راغلي، چې په بریدونو کې ۱۱۰۰ تنه ټپیان سوي دي.

د دفاعي چارو څیړونکی او د پاکستان د قبایلو له پاره د امنیتي چارو پخواني مسؤل محمود شاه ویلي :« زموږ د پښتنو په کلتور کي د اوسیدوځای انګړ وي چې خلک د خپلو کورنیو سره اوسیږي، د انګړ تر څنګ د مېلمنو له پاره د اوسیدو ځای (مېلمستون) هم وي چیري چې مېلمانه اوسیږي.»

هغه زیاته کړې که چیرې مېلمانه د شکمنو طالبانو او یا هم د القاعدې غړي وي او هغوی د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو تر برید لاندي راځي نو په عام ډول په هغي کې ملکې وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

په ښکاره توګه اسلام آباد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندي خو د پاکستان د استخباراتي کړيو په اړه ویل کيږي چي دوی په دغه بریدونو کي د سي آیی ای سره مرسته کوي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی