څېړنه: د رد شوو مهاجرو له پاره شرایط سختیږي
۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبهد مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې په مالي مرسته د "مک کینسي" مشورتي شرکت له خوا شوي څېړني پر بنسټ، ټاکل شوی ده رد شوي مهاجر ژر تر ژره د دوی هیوادونو ته واستول شي.
د «ولټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخي د "مک کینسي" شرکت مشاورینو په آلمان کې د دغه هیواد له ټولو ایالتونو غوښتي دي چې د رد شوو مهاجرو د بیرته ستنولو بهیر دې په ګډې هم غږۍ سره مدیریت کړي.
په دغه څېړنه کې زیاته شوې ده چې: «په دې برخه کې باید د دغو مهاجرو له پاره خوندي بنسټونه او توقیفخانې جوړي شي». سربیره پر دې بیرته ستنیدو ته د رد شوو مهاجرو د تشویق له پاره باید مالي مرستي زیاتي شي.
زیاته شوې ده چې په دې برخه کې د مهاجرو د نوم ثبتولو په مرکزونو کې د یوه اغیزمن دیجیټالي سیستم رامنځته کولو، د بهرنیو چارو په ادارو کې د لا زیاتو کارکوونکو ګومارلو او د آلمان په ایالتونو کې د مسئولیت مرکزیت رامنځته کولو ته اړتیا ده.
د دغې بررسۍ له مخې هغه مهاجر چې اسناد نه لري او یا هم د ورپيښې ناروغۍ له امله باید د یوې لنډې مودې له پاره په آلمان کې پاته شي، دوی ته به د نغدو پيسو پر ځای یوازي د خوراکي موادو او اړتیا وړ توکو کڅوړې ورکول کیږي.
د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼي په حواله د "مک کینسي" څېړنه د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې لږ تر لږه د ۴۸۵ زره رد شویو مهاجرو بیرته ستنیدل اټکلوي. د دغې وړاند وینې له مخې به هر کال له آلمان څخه په دقیق ډول ۸۵ زره مهاجر ووځي.
په دې توګه به په مجموع کې د اخراج کیدونکو مهاجرو لګښت شاوخوا ۳ میلیارده يورو تمام شي. د "مک کینسي" مشورتي شرکت له خوا د دغې څېړني له پاره ۱،۸ میلیونه يورو مصرف ته اړتیا وه، چې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا ورکړل شوې ده.
نور مطالب: