1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: مهاجرو د مسلکي کسانو خلا نه ده ډکه کړې

۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبه

په آلمان کي د تر سره سوي يوې څېړنې تازه پايلي ښيي چي يوازي مهاجر د مسلکي کسانو خلا نه سي ډکولای. دا په داسي حال کي چي آلمان په زياته تخنيکي زدکړه لرونکو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/2RnXQ
Deutschland Berlin Flüchtlinge und Arbeitsmarkt Jobbörse im Berliner Hotel Estrel
انځور: DW/H. Kiesel

په آلمان کي به د نفوس زياتوالی په دغه هيواد کي د مسلکی کسانو کمښت پوره نه کړلای سي. دا د هغې څېړني د پايلو له مخي چي د فدرالي آلمان د مسلکي روزنې د انستيتيوت له خوا تر سره سوې ده. د آلمان د نفوس د زياتېدو يو مهم او وروستی لامل و دغه هيواد ته د ګڼ شمېر مهاجرو راتګ بلل کيږي.

د څېړنې په راپور کي ويل سوي چي په آلمان کي په زياته بيا په تخنيکي او طبي مسلکونو کي د مسلکي کسانو کمښت دی. د دې تر څنګ د کمپيوتر پوهنې او په ساينسي علومو کي د پوهه لرونکو د کمښت خبره هم سوې ده.

د دغې څېړنې پايلو وړاند وينه کړې ده چي په راتلونکو کالونو کي به په ياد ډګر کي د مسلکي کسانو کمښت پر ځای پاته سي. دغه پايلي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۲۷مه نېټه) د آلمان په بون ښار کي وړاندي کړل سوې.

کارپوهان و آلمان ته د پناه غوښتونکو او اروپايي کډوالو د راتګ له کبله اټکل کوي چي د آلمان اوسنی نفوس چي تقريبا ۸۱،۲ مليونه دی، تر ۲۰۲۳ کال پوري به تقريبا ۸۳،۴ مليونو انسانانو ته جګ سي.

د څېړني د پايلو له مخي هغه پناه غوښتونکي چي آلمان ته راغلي هغوی په سمدلاسه توګه د کار بازار ته نه ننوزي بلکه په ځنډ سره کرار کرار دغه بازار ته داخيليږي. د دغه ځنډ وجه دا بيان سوې چي د راغلو مهاجرو تقريبا درېيمه برخه دمګړی تر ۲۰ کالو کم عمر لري. د دې تر څنګ دا وجه هم بيان سوې چي د کار په بازار کي د پناه غوښتونکو ادغام هم وخت غواړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2015):