1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په افغانستان کي د ماشومانو مړينه نوره هم ډيره سوې ده

۱۳۸۷ شهریور ۱۰, یکشنبه

د افغانستان په محافظه پاله ټولنه کي دکوچنيانو دمړني لوړه کچه نه يوازي جګړې، بلکي پدې پوري هم اړه لري چي ډيري ميندي د تعليم، ښووني او زده کړوڅخه بي برخي دي.

https://p.dw.com/p/F81F
افغان ماشومان د ژوند دغه خوږه دوره ټوله ورځ کورته په اوبو چلولو تيروي
افغان ماشومان د ژوند دغه خوږه دوره ټوله ورځ کورته په اوبو چلولو تيرويانځور: picture-alliance/dpa

افغانستان د هغو هيوادونو په سر کي ځای لري چي د کوچنيانو مړينه پکښي خورا ډيره ده. او د هرو پنځو ماشومانو څخه يو او يا د هرو زرو کوچنيانو څخه 191 يې تر پنځو کلونو ډير عمر نه کوي.

په کابل کي د 1327 کورنيو څخه د 2474ماشومانو معاينو ښودلی ده چي په سلو کي 32,5 د اسهال ، 41 د نفس تنګۍ12,4 د وزن بايللو او په سلو 39,9 د معلول توب د ناروغيو سره لاس او ګريوان دي. دغه احصاييه د هانګ کانګ د بيومدسنترال پبليک هلتث، په يوه ورځپاڼه کي د مقالي په ترڅ کي خپره سوې ده.

دامقاله چي د افغان او جاپاني څېړونکو د يوټيم لخوا خپره سوې ده وايي:« لکه په نوروهيوادونو کي په افغانستان کي هم د ماشومانو لومړنۍ پالنه د ميندو په غاړه ده، خو په دي هيواد کي ميندي، د خپلو کوچنيانو د پالني په اړه د تصميم نيولوپه بهير کي له يو لړ ستونزو سره مخامخ دي.»

په څېړنه کي ويل سوي چي،د ماشومانو د ميندو سره تر خبرو ور وسته دا معلومه سوې ده چي د هغو ميندو چي له خپلواکتوب څخه بې برخي دي، او هغه ميندي چي تعليم نه لري، ترمينځ ورتوالی موجود دي. په افغانستان کي هغه ميندي چي د خپلواک توب څخه بې برخي دي، شميريې په سلو کي 79,1 او هغه چي بې تعليمه دي، شمير يې په سلو کي 71,7 ته رسيږي.

څېړني ښودلې ده،چي په سلوکي 18,3 هغه ميندي دي چي خپل لومړی ماشوم يې په 16 کلنۍ کي دنياته راوړي، مانا دا چي هغوي خپله ماشوماني وې چي واده يې کړی دی.

د افغان او چاپاني څېړونکو په مقاله کي دا هم ويل سوي دي چي په سلو کي 59,1افغاني کورنۍ د بنسټيزو مادي اړتياوو څخه بې برخي دي.

ناروغه او کمزوري کوچنيان
ناروغه او کمزوري کوچنيانانځور: DW / Mesbah

څېړونکو د افغان ښځو د نه خپلواک توب دا ډول تعريف کړي چي، يوه ښخه بايد د خپل خاوند څخه اجازه واخلي تر څو خپل ماشوم ډاکتر ته بوزي که يا. او يا هغه يوبل نارينه ته اړتيا لري چي د هغې سره تر روغتونه يا کلينيک پوري ملګرتيا وکړي.

افغانستان يوه سخته محافظه پاله ټولنه ده د هغه هيواد په ډيرو برخو کي لا تراوسه ښځي اجازه نلري چي يوازي تګ او راتګ وکړي.

څېړونکي وايي،کله چي هغوي د زده کړوڅخه د ښځو د بې برخيتوب خبري کوي مانا دا ده چي دغو ښځو حتی د يوکال لپاره هم ښونځۍ نه دي ليدلي.

هغوي په خپله څېړنه کي ويلي دي:« د دغو ښځود اقتصادي بې وزلۍ او دتعليمي سويې ټيټوالی او عمومي ناپوهۍ وجه داده چي هغو ته د زده کړي شرايط نه دي برابر کړل سوي او دا د دې لامل ګرځېدلی چي هغوي د خپلو ماشومانوپه پالنه کي پاته راسي.

افغان او جاپاني څېړونکی په افغانستان کي د يو بدلون لپاره غوښتنه کړې ده.هغوی وايي چي کورنۍ بايد د ښووني او روزني څخه بې برخي پاته نه سي، حکومت دنده لري چي په دې برخه کي ونډه واخلي.

په افغانستان کي د مور او ماشوم په اړه څېړونکي دې نتجې ته رسيږي چي په داسي حال کي چي په افغانستان کي يواغيزمن روغتيايي سيسټم ته سخته اړتيا ده، د ښځو او د هغوی دکورنيو په وړاندي د نارينو د چلند لپاره هم يو بدلون ته اړتيا ليدل کيږي.