1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په مرکزي اسيا کي د «IS» پلويان ډيريږي

afp,IFAX۱۳۹۳ بهمن ۱, چهارشنبه

د کړکېچ نړيوالي ډلي د يوې څېړني له مخي، افراطي ډله «اسلامي دولت» ورځ تر بلي په مرکزي اسيا هيوادونو کي پلويان مومي. په افغانستان کي هم د دغي ډلي د پلويانو په اړه راپورونه ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1ENbQ
انځور: DW/G. Fackhutdinow

د کړکېچ نړيواله ډله (ICG) د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۰) په يوه نوي څېړنه کي وايي چي افراطي ډله «اسلامي دولت» د مرکزي اسيا په پنځو هيوادونو کي د پلويانو د موندلو تلاښونه گړندي کړي دي.

د کارپوهانو دغه ډله وايي، چي «اسلامي دولت» په قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجيکستان او ازبکستان کي د پلويانو د موندلو تلاښ کوي.

د کړکېچ نړيوالي ډلي د دغو هيوادونو پر دولتونو باندي ږغ کړی دئ، چي د اسلامي دولت ډلي د فعاليتونو د مخنيوي له پاره جدي اقدام وکړي.

د مرکزي اسيا له پاره د کړکېچ د نړيوالي ډلي مشر دايدري تينان، وايي چي د پاکستان او افغانستان په پرتله په مرکزي اسيا کي د اسلامي دولت ډلي له پاره د جنگياليو استخدام اسانه کار دئ.

په دغه څېړنه کي راغلي دي چي په دغو هيوادونو کي د اسلامي دولت ډلي پلويان په خلافت کي «د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته د ښه ژوندانه بديل ويني».

د مرکزي اسيا دغه هيوادونه چي ډيری وگړي ئې مسلمانان دي د شوروي اتحاد تر سره پاشلو وروسته د ځايي مستبدو حاکمانو له خوا اداره کیږي.

په افغانستان کي د «اسلامي دولت» ډلي کوښښ

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف په خپله وروستۍ مرکه کي ويلي دي، چي په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي به په خپله افغانستان ته ولاړ نه سي، خو کوښښ کوي چي په افغانانو کي پلويان پيدا کړي.

کابلوف ويلي دي: «تير کال په افغانستان کي داسي نخښي نښانې وليدلي سوې، چي کيدای سي په راتلونکې کي ستر گواښ وي. مطلب مي د «اسلامي دولت» ډلي فعاليت دئ.»

هغه زياته کړې ده: «تر کومه ځايه پوري چي موږ ته معلومات سته، يوه کوچنۍ سل کسيزه ډله يا کيدای سي شمېر ئې لږ ډېر وي، افغانستان ته لېږل سوې ده».

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف، زیاته کړې ده چي په افغانستان کي په کافي اندازه جنگيالي سته، يوازي وسلې او لارښوونه غواړي، چي دا کار «اسلامي دولت» ډله کولای سي.