1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: بي پيلوته الوتکي د پاکستاني طالبانو د يو مشر د خپلوانو کور ويشتلي

۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

امريکا متحده ايالاتو د بيت الله محسود چي په پاکستان کي د القاعدي د متحدينو په توګه ګڼل کيږي پر سر 5 مليونه ډالر انعام ايښي دي.

https://p.dw.com/p/J46v
بيت الله محسود په 2008 کال کی له خبريالانو سره
بيت الله محسود په 2008 کال کی له خبريالانو سرهانځور: picture-alliance/ dpa

هغو توغنديو چي ګمان کيږي د امريکا متحده ايالاتو د کومي بي پيلوته الوتکي له خوا توغول شوي وي، د چهار شنبي په ورځ د پاکستاني طالبانو د يو مشر د خسر کور ويشتلي دی چي په نتيجه کي يي لږ ترلږه يوه ميرمن او دوه اورپکي وژل شوي دي. دا خبره يو امنيتي چارواکي او د تاواني شوی کورني يو خپلوان وکړه.

امريکا متحده ايالاتو د بيت الله محسود چي په پاکستان کي د القاعدي د متحدينو په توګه ګڼل کيږي پر سر 5 مليونه ډالر انعام ايښي دي.

په جنوبي وزيرستان کي د محسود تر کنترول لاندي په سيمه باندي وخت په وخت په تيرو مياشتو کي د متحده ايالاتو توغندي بريدونه شوي دي او پاکستاني پوځ هم د هغه په هډي باندي د هوا او ځمکي څخه بمباری کړي دي. درويتر د خبري آژانس د رپوټ له مخي د محسود د قوم د سيمي په«ماکين» نومي غرني ټاټوبي کي په نوموړي لوړي او مضبوطي کلا باندي دغه توغندي د سيمي په وخت د شپي په يوه بجه ولګيد.

په جنوبي وزيرستان کي د حکومت يو لوړ پوړي چارواکي وويل:

« دوه توغندي توغول شوي دي. د حملي په وخت کي د محسود د اوسيدو ځاي معلوم نه ؤ.»

يو امينتي چارواکي په سيمه کي رويترته وويل، د اکرام الدين محسود په کور باندي حملی سره دوه اورپکي ووژل شول. هغه وويل چي اکرام الدين يو ديني عالم دي چي په تير نومبر کي يي لور بيت االه محسود نکاح کړي وه. د نوموړي کورني يوه خپلوان وويل چي ماشومان او لږ ترلږه يو ميرمن هم د وژل شوو يا ټپي شو کسانو په جمله کي دي.

د محسود دغه خپلوان چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي، رويتر ته وويل: « ما ته د خپلي کورني له خوا يو تيلفون وشو چي يو بي پيلوته الوتکي په کور باندي حمله کړي ده چي د کورني يوه ميرمن او څلور ماشومان يي وژلي دي.»

د اکرام الدين لور د بيت الله محسود دوهمه ميرمن ده. محسود له خپلي لومړي ميرمني څخه ماشوم نه درلود.

د رويتر د خبري آژانس د يو بل رپوټ له مخي، چي همدي کورني د يوه خپلوان له خولي ورکړي، وايي چي دغه وژل شوي ښځه د بيت الله محسود ميرمن ده.

بيت الله محسود د 2007 کال په پاي کي خپل ځان د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د مشر په توګه اعلان کړ چي په شمال لويديځه صوبه کي له ديارلس ډلو څخه جوړه شوي دي. د هغه اورپکي د پاکستان په دننه کي او په افغانستان کي د لويديځو ځواکونو پر ضد د يو شمير ځانمرګي بريدونو لپاره ګرم ګڼل کيږي. همدا راز په هغه باندي تور لګول شوی چي د 2007 کال د دسمبر په مياشت کي د پاکستاني د پيپل د ګوند د پخواني مشری او پخواني لومړي وزيري، بي نظير بهټو په وژلو کي یی لاس درلود، هغه يو تور چي محسود تري انکار کوي.

په سوات کي د پاکستان د پوځ د عملياتو يوه صحنه
په سوات کي د پاکستان د پوځ د عملياتو يوه صحنهانځور: Abdul Sabooh

د امريکايي بي پيلوته الوتکو د بريدونو هدف معمولا هغه سيمي ته ځیر دي چي د وزيرو د قوم د طالبانو مشرانو نيولي دي، دغه سيمي د افغانستان د پولی په اوږدو کی پرتي دي او د دغه قوم ډيري طالبان د افغانستان په بغاوت کي لاس لري.

خو د محسود پر ضد د متحده ايالاتو حملي وروسته له هغي زياتي شوي چي د پاکستان حکومت د جون په مياشت کي د سترو عملياتو امر ورکړ.

پوځ د محسودو سيمي ته ټولي لاري بندي کړي او د سيمي ډيري اوسيدونکي وتښتيدل، خو د ورځو او وخت په تيريدو سره شک پيدا شوي چي آيا پاکستاني پوځ به په سيمه کي په بشپړ تصفيه کونکو عملياتو لاس پوری کړي که نه.

کارپوهان باور لري چي د پاکستان پوځ تر هغه پوري چه په سوات کي د طالبانو ضد عملياتو څخه په بشپړه توګه خلاص شوي نه وي، ښايي په جنوبي وزيرستان کي د يوي بلي جبهي پرانيستلو ته زړه ښه نه کړي.

رویتر/ عبدالباری حکیم

کتونکی: عارف