1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي د آلمان او اروپایي ټولني د نویو مالیاتو خبرې ردوي

اژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

چارواکو هغه یو رپوټ رد کړل چې ګواکې برلین او بروکسل د کډوالو د کړکیج د تمویل لپاره غواړي د «پیوستون» په نامه نوي مالیات وضع کړي. د دغه رپوټ له مخې دغه احتمالي مالیات بو بشپړ اروپايی اقدام دی

https://p.dw.com/p/1GmA9
Deutschland Flüchtlinge am Passauer Bahnhof
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

د آلمان او اروپایي ټولني چارواکو د شنبې په ورځ د یوې ورځپاڼې دا رپوټ ردولو سره وویل چې د کډوالو کړکیج د حل لپاره نوی اروپایی مالیاتو وضع کولوته اړتیا نلري.

د [آلمان] د حکومت ویاند شتیفان زایبرت، وویل: «حقیقت همدا دی، موږ نه غواړو په آلمان کې مالیات لوړ کړو او یا هم د اروپایي ټولنې لپاره د ګډې مالیاتی تګلاره وړاندیز وکړو.»

د اروپایي کمیسیون یو ویاند هم د یوي بیانیي خپرولو سره د دې وړاندیز شتون رد کړی دی.

د شنبې په ورځ یو معتبره آلمانې ورځپاڼې داسې رپوټ خپور کړی وو چې د آلمان حکومت او اروپایي ټولنې د نویو مالیاتو د وضع کولو خبرې اترې کړي چې د کډوالو د کړکیج کابو کولو کې مرسته کولې شي.

د «زوید دویچه» ورځپاڼې د رپوټ له ښايی پر تیلو باندې نوي مالیات وضع کړای شي او یا هم د اجناسو او یا د خدماتو د عرضه کولو پر سر مالیات لوړ کړای شی. کوم عاید چې له دې درکه لاس ته راحي هغه به د اروپایي ټولنې بودیجې کې تحویل کیږي.

د ورځپاڼې رپوټ وايي چې د دې پیسو یوه برخه په د پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د اسپانیا، ایتالیا، بلغاریا او یونان په شان هیوادونو سره مرسته کیږي. د پیسو بله برخه هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چه ډیری کډوال غواړې دې هیوادونو ته لاړ شې. او په پاې کې د دې پیسو یوه برخه د کډوالو اصلی هیوادونو سره مرسته کیږي تر څو هلته د ژوند کولو شرایط لوړ شي.

آلمان کوښښ کوي تر څو د کډوالو د کړکیج د حل لپاره د ټولې اروپایي ټولنې په کچه تګلاره برابره کړي چه د دې ټولنې مشر او یو شمیر نور غړي هیوادونو له دې پریکړې ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب