1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د الکترونکي تذکرو ویش به ژر پیل شي

۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبه

تر کلونو اختلاف او ځنډ وروسته، افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر به ژر پیل کړي. تر دې مخکې دغه بهیر د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو له کبله دریدلی وو.

https://p.dw.com/p/2aDub
Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر مشر همایون محتاط، په کابل کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په الکترونیکي تذکرو کې اوس ملت او ملیت دواړه شامل شوي دي. دا هغه جنجالي موضوع وه چې تر دې مخکې یې د تذکرو د وېش مخه نیولې وه.

تر دې مخکې په ۲۰۱۰م کال کې د الکترونیکي تذکرو بهیر د قوم او ملت د ذکرولو له کبله ‌ځنډول شوی وو.

الکترونکي تذکرې به په افغانستان کې د اوسنیو مروجو کاغذي تذکرو ځای ونیسي. تمه کیږي چې له دې سره به په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیوله شي.

افغانستان اوس په دې هڅه کې دی چې پارلماني ټاکني چې لا وختي هم ځنډول شوي دي، پلان کړي. خو لا تر اوسه پورې د دغو ټاکنو له پاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.

د پلان له مخې به په لومړي سر کې د شپږو میاشتو په موده کې ۵۰۰۰۰۰ الکترونیکي تذکرې وویشل شي. تمه کیږي چې د ویش بهیر به له څلور تر شپږو اوونیو په موده کې پیل شي.