1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د طالب بندیانو د آزادیدو په اړه هڅي روانې دي

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

چارواکي او شنوونکي وایي په داسي حال کي چې د افغانستان جګړه یوه نوي کال ته داخلیږي، داسي نخښې نښانې لیدل کیږي چې دولت او طالبان دي د سولي په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/13cFi
افغان حکومت د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په موخه غواړي د طالبانو بندیان آزاد کړي
افغان حکومت د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په موخه غواړي د طالبانو بندیان آزاد کړيانځور: AP

د کارپوهانو په خبره په افغانستان کې د سولې موافقې ته رسیدل له ګوانتانامو او پاکستاني زندانونو څخه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو له آزادولو سره تړاو لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چي له امریکا متحده ایالاتو څخه ئې غوښتي دي، چې د باور د فضا د رامنځته کولو په خاطر له ګوانتامو او پاکستاني زندانونو څخه د طالبانو ځیني بندیان آزاد کړي. د طالبانو یو پخوانی وزیر او د سولي د عالي شورا اوسنی غړی، ارسلا رحماني، وایي:

«موږ په رسمي توګه د امریکا متحده ایالاتو ته د هغو لسو تنو نومونه چې په ګوانتانامو او پاکستان کې بندیان دي، ورکړي دي.»

هغه له آلمان خبري آژانس سره په خپلو خبرو کي زیاته کړه چې نوموړي کسان له طالبانو سره د سولي په خبرو اترو کي په رشتيا سره مرسته کولای شي.

د رحماني په خبره دغه کسان پیژندل شوي او طالبانو ته د اعتماد وړ کسان دي. د رحمانې په خبره امریکایي چارواکو لا تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دئ ښوولی.

دا په داسې حال کې دی چې یوه افغان چارواکي چې د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبرې کولې، ویلي دي چې متحده ایالات اوس د طالبانو د ځینو بندیانو د خوشي کولو په اړه غور کوي. دې چارواکي زیاته کړې ده، چي افغان حکومت غواړې چې د دغې پروسې مشرۍ پر غاړه واخلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه په هره فیصله کي ښکیل وي:

د دې افغان چارواکې په حواله که څه هم افغان حکومت غواړي چې متحده ایالات د طالبانو دغه چارواکي افغانستان ته تسلیم کړي، خو امریکا بیا ښايي د په قطر کې د طالبانو د چارواکو د ساتلو پریکړه کړي وي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا د غړي، ارسلا رحماني، په وینا د طالبانو د هغو چارواکو په ډله کي چي د آزادیدو هڅي ئې رواني دي، خیرالله خیرخواه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وو او دوه تنه قوماندانان، محمد فضل او نورالله نوري شامل دي.

رحماني ویلي دي، چې د افغانستان د سولي عالي شورا په پاکستان کي د طالب بندیانو د آزادولو هڅي هم کوي. د دغو بندیانو په ډله کې د طالبانو معاون، ملا برادر، د طالبانو د وخت د دفاع وزیر، ملا عبیدالله اخوند او د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر ،ملا ترابي، شامل دي.

رحماني ادعا کړې ده، چې طالبانو له دوی څخه غوښتي دي چې د هر رنګه خبرو تر پیلیدو مخکي باید دغه کسان خوشي کړل شي. خو له بلي خوا طالبانو هیڅکله د دغه شان خبرو اترو تاييد نه دئ کړی.

په داسي حال کي چې په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه آوازې خپرې شوي دي، طالبانو له دغي موضوع څخه هم خپله بې خبري اعلان کړې ده.

په همدې حال کې څیړونکي په دې آند دي چې د امریکا متحده ایالات او ملاتړي ئې غواړي له طالبانو سره خبري وکړي، ځکه چې هغوی په دې اړه جدي اندیښنه لري چې که چیرې د افغانستان جګړه ادامه پیدا کړي نو افغان پوځ به د دې وړتیا ونه لري چې د ټول هیواد د امنیت چاري پر مخ بوځي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش