1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: د هرات بريد د ملگرو ملتونو و کارکوونکو ته مرگ ژوبله نده اړولې

۱۳۸۹ آبان ۱, شنبه

نن سهار د شنبې په ورځ د افغانستان په لوېديځ ښار هرات کي د ملگرو ملتونو د مرکزي دفتر پر ودانۍ د درو ځانمرگو لخوا بريد تر سره سو.

https://p.dw.com/p/PlvH
انځور: flickr.com / Herat

د اسوشيېټډ پريس او فرانس پريس خبري آژانسونو د شنبې په سهار خبر خپور کړی چي د افغانستان په لوېديځ ښار هرات کي د ملگرو ملتونو پر دفتر بريد تر سره سوی دی. په کابل کي د ملگرو ملتونو د رسنيو د دفتر غړي ډېن مېک نورت و خبريالانو ته د پيښي پخلی وکړی او وې ويل چي دغه بريد لا دوام لري. نوموړي وويل چي ملگري ملتونه د هرات د چارواکو سره په تماس کي دي.

وروسته د ملگرو ملتونو د دفتر لخوا وويل سول چي د هرات په ښار کي د دوی پر مرکز چي پکښي د ملگرو ملتونو د بېلابيلو ادارو دفترونه دي تر سره سوی بريد پای ته رسېدلی دی. په کابل کي د ملگرو ملتونو دفتر وويل چي په بريد کي د دوی کارکوونکو ته هيڅ ډول ځاني تاوان ندی رسېدلی.

د ملگرو ملتونو وياند کيران ډايور وويل چي په بريد کي ښايي درو ځانمرگو ونډه اخيستې وي چي د پوليسو يونيفورم او د ښځو چادرۍ يا برقې يې په ځان درلودې. نوموړي وويل چي د بريد څخه وروسته امنيتي چارواکو د ودانۍ امنيت ټينگ کړی او دا چي په بريد کي د ملگرو ملتونو د دفتر کارکوونکو ته هيڅ ډول زيان ندی رسېدلی.

د دې څخه تر مخه د جمعې په ورځ په هرات کی په دوؤ جلا پیښو کی د ۴ پولیسود وژنی او د ولسی ملاتړیا اربکی ځواکونو په یوه سمیه ایزه مشربمی حمله شوی وه چه د اربکيو مشر پکښي ټپی سوی ؤ. د اربکيو د مشر د ملگرو د مرگ ژوبلی په اړوند ضد ونقیص خبری کیږی.

دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال محمدسالم احساس دویچه ویله سره په خبروکی ومنله چه تیرمازدیګریی ۴تنه پولیس کشک کهنه ولسوالی کی دګزمی په مهال مړه یوبل ټپی شو.

امنیه قوماندان پیښه دسرک دغاړی دمین چاودیدوڅخه یاده کړه:

«جنرال احساس وایی دسولی اووطن دښمنانودسرک دغاړی مین ځای په ځای کولوسره کشک که نه ولسوالی درزک سیمه کی دیوه رنجرموټرپه سپرلی ۴تنه مړه یوتن ټپي کړ»

دپیښی مسولیت یی طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په ټلفون سره ناڅرګندځایه په غاړه واخیسته.

د یوه بل خبرپه اساس یی ادعا وکړه چه دجمعی په سهاریی دهرات بله شندندولسوالی زیرکوسیمه کی دولسی ملاتړځواک یااربکیوسیمه ایزه مشررحمت الله ۸تنه ملګروسره دمین په چاودنه مړه یاټپیان کړه.

د شندند ولسوال لعل محمدعمرزی دپیښی تائیدوکړخوویویل رحمت الله په ټپي حال وژغورل شو:

«عمرزی وایی په لومړنی خبرچه مادرحمت الله زوی څخه په ټلفون سره واخیست ویویل مین په ریموټ کنترول سره وچاودیده رحمت الله ټپي شواوس دایتلافی ځواکونویوه روغتون کی تردر ملنی لاندی دی نور چاته دسرزیان نده اوښتی»

دهرات بیلابیلو ولسوالیو کی په دا ورستیو کی دطالبانوغلچکی بریدونه اودسرک دغاړی مینونو پیښی زیاتی شوی دی.

خوپه دی سربیره هم افغان امنیتی مامورین په هرات کی امنیتی وضعیت د ډاډ وړبولی. دلیل وایی چه دمینونو چاودنه دوسله واله مخالفینو د ضعف لامل دی. دولتی ځواکونو سره یی دمخامخ جګړی توان له لاسه ورکړی دی. د دا ډول کسانو قانون ته دراکشکیدو ژمنه خلکو سره کوی.

راپور: شريف شرفيار/هرات

کتونکی: احمدولي اڅکزی