1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: وروستيو عملياتو افغان امنيتي ځواک نور هم زړور کړی

۱۳۸۹ بهمن ۱۴, پنجشنبه

افغان او امريکايي چارواکي هيله مند دي چي، د افغانستان په جنوب کي د څو مياشتو راهيسي روانو جګړو، افغان امنيتي ځواک ددي جوګه کړی چي، کله چي امريکايي عسکر د وتلو چمتووالي نيسي، د طالبانو پر ضد جګړو کي بريالي سي.

https://p.dw.com/p/Qxy8
د افغانستان د ملي اردو سرتيري
د افغانستان د ملي اردو سرتيريانځور: AP

خو په دې اړه جدي شکونه موجود دي چي، کله چي ناټو او امريکايي عسکر په 2011 کال کي د افغانستان بې تجربې اردو ته واک ورکړي، نو ايا هغه به په دې وتوانيږي چي د ياغيانو مخه ونيسي؟

د روان کال لومړۍ نيمايي به د اوباما د ادارې لپاره د ګټلو يا هم د بايللو وخت وي. اوباما پلان لري د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ايستلو پيل وکړي.

دغه راز دغه وخت به د ناټو د نورو غړو هيوادونو لپاره هم مهم وخت وي. هغوی هم غواړي په افغانستان کي خپلو جنګي فعاليتونو ته د پای ټکی کښېږدي.

په افغانستان کي هر وخت د ژمي په رارسېدو سره د ياغيانو بريدونه او فعاليتو په عمومي توګه يو څه کميږي. خو په سږني ژمي کي په جګړه کي زياتوالی ليدل کيږي.

د چارو د کارپوهانو په خبره ددې يو عامل دادی چي سږني ژمی د نورو په پرتله يو څه معتدل دی او بل، د افغانستان په جنوب کي د امريکايايي عسکر د شمير لوړوالی دی.

په واشنګټن کي د دفاعي چارو يو لوړپوړي چارواکي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چي، په تير کال کي د ځينو ياغيانو نيوني او يا وژني، شايد د طالبانو د بيرته پر پښو دريدو وس کمزوری کړی وي.

چارواکي زياته کړه « رښتنی امتحان به داوي چي، دوی څومره ښه جګړه کولای سي او څومره اغيزمن دي؟ او ايا دوی ددې جوګه دي چي موږ پر شا وتمبوي؟

امريکايي چارواکي وايي چي د افغانستان په جنوب کي په روز زياتيو کي د کم والي نښي نښاني ليدل کيږي. د هغوی په خبره او هلته افغانان خپل عادي ژوند ته ستانه سوي دي. دوی خپل اولادونه ښوونځيو ته ليږي، سفرونه کوي او خپلي سوداګرۍ پر مخ بيايي.

خو دا هم يو حقيقت دي چي جګړه اوس تر بل هر وخت خونړۍ سوې ده. د2001 ميلادي کال راهيسي تر 2300 ډير بهرني عسکر او په زرګونه ولسي افغانان وژل سوي دي.

کندهار او هلمند ولايتونه د افغان او بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خطرناکه ځايونه دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي چي طالبان به په سږني پسرلي کي هڅه وکړي چي افغان ځواکونو ته د واک د سپارښتني پروسه ګډه وډه کړي.

« موږ اټکل کوو چي دا نوی کال به خونړی وي خو افغان او خارجي ځواکونه به لاس بري وي.» نوموړي زياته کړه دا چي طالبان کمزوري سوي نو دوی به د سړک د غاړي د بمو په ايښوولو او ځانمرګي بريدونو پوري محدود پاته سي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل