1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: په افغانستان کي د داعش مشر وژل سوی

اميد ديدار/ ننگرهار۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي په ننګرهار کې د افغانستان او پاکستان له پاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید په دغه ولایت کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Jdcn
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري نن دوشنبه په اچین ولسوالۍ کې خبریالانو ته وويل چي د داعش ډلې دغه مشر د تيرو دوو اونیو عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې ياد قوماندان د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې له خپلو ۲۳ نورو قوماندانانو سره یو ځای وژل شوی دی

وزیري همدا راز وویل، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې سلګونو داعش جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې او همدا راز کوټ ولسوالي یې د داعش ډلې له شتونه پاکه کړې ده.

قهر سیلاب عملیات څه دپاسه دوې اونۍ وړاندي د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د ننګرهار په کوټ، اچین، نازیان، هسکې مېني او ورڅرمه سیمو کې پیل شوي، چې تر دې دمه پکې کوټ ولسوالي د داعش ډلي له شتونه پاکه شوې ده.

نژدې درې اونۍ وړاندي د کوټ په سرای بازار کې د داعش ډلې نظامي مرستیال او د کوټ د جګړې قوماندان سعد امارتي هم د کوماندويي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.