1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: ډیر سړکونه بیرته ویجاړ شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

افغان چارواکي وايي چې په وروستيو لسو کلونو کي په افغانستان کي د لویو لارو او سړکونو په جوړولو باندي نزدې اته میلیارده امریکايي ډالر مصرف شوي دي.

https://p.dw.com/p/16HN1
انځور: DW

د فوايد عامي وزارت په راپور کي راغلې دي، چي د سړکونو زیاتره برخه ویجاړه شوې ده او د ۳،۶ میلیاردو امریکايي ډالرو له مصرف سره کیدای شي ویجاړ شوي واټونه بیرته پاخه شي. حکومت وايي په تيرو لسو کلونو کي ئې نزدې پنځه زره کیلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړکړي ول.

په خرابو شویو لارو کې د کابل - مزارشریف، کابل-کندهار، کابل – ننګرهار او د کابل ښار دننه واټونو یادونه کیدای شي. د سړکونو د خرابېدو اصلي عامل د بار وړونکو درنو لاریو تګ راتګ، د وسله والو یاغیانو ماینونه او د سړکونو په جوړولو کې بې کیفیته مواد کار ول دي.

د فواید عامې وزیر وايي، چي په تیرو لسو کلونو کې د واټونو د جوړولو په برخه کې په شویو قراردادونو کې لوی جنايت شوی دئ او عاملین به ئې هیڅ کله هم د افغان ولس له خوا و نه بخښل شي:

«په ریښتیا هم که د واټونو د قراردادونو په برخه کې شوو تیروتنو ته د جنایت نوم هم ورکړو بیا به هم پر لږ وي. د واټونو د جوړولو په تړونونو او د ډمبرولو په کار کي ډیري خطاګانې شوي دي، په دې ډیر خواشیني یو.»

حکومت په تیرو لسو کلونو کې د واټونو بیا رغاونه خپله عمده بريا ګڼي خو یو شمیر ستراتیژیک سړکونه چې افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره تړي د نه پاملرنې او یو لړ نورو عواملو له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د بیلګې په توګه د کابل – مزارشریف د لویې لارې پر جوړیدو نزدې درې کاله تیریږي، ولی زیاتره برخه ئې اوس ویجاړه اوکنډ او کپر ده. اوس چې دا لار د سالنګ پر تونل تیریږي له ډېرو خطرونو څخه هم ډکه ده.

یوازي د کابل مزارشریف لار نه بلکې د افغانستان د نورو لویو لارو حالت تر دې لا هم خراب دئ او د ورانیدو خطرونه ئې ورځ تر بلې زیاتیږي .

نجيب الله اوژن وایي چې د سالنګ په برخه کې چې موږ سږ کال د بیا رغاونې کومې چارې پر مخ بیایو، هغه لنډ مهاله دي، یوازي د یوه کال له پاره د مسافرو او د سالنګ د ژغورنې په موخه دي.

په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو چارې تر ډیره ځايه خصوصي شرکتونو پر مخ بیولي دي او حتی په هیواد کي داسي سیمې هم شته چې پکښې د یوه کیلومتر سړک د پخولو له پاره یو ميلیون ډالر ورکړل شوي دي چې دا بیه د نړۍ په کچه د واټونود جوړلو په برخه کې بې ساري ښودل شوي ده.

میرویس جلالزی/کابل
کتونکی: مسعود جهش