1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاغوالی په آلمان کې د ناروغيو مور ده

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د آلمان د مشتريانو وزير هورست زېهوفر په ماشومانو کې د هغو ناروغيو څخه اخطار ورکړی دی چې د غلط خوراک او لږ حرکت د وجې پيدا کېږي. په برلين کې ښاغلي زېهوفر د پارلمان په وړاندې هغه حکومتي کړنلاره تشريح کړه چې غواړي دې حالت ته تغيير ورکړي.

https://p.dw.com/p/DKIv
ماشومان د شکرې په هغه ډول ناروغتيا اخته کېږي چې اصلا په زړو خلکو کې وي
ماشومان د شکرې په هغه ډول ناروغتيا اخته کېږي چې اصلا په زړو خلکو کې ويانځور: AP
زېهوفر وويل چې په کال کې 6000 ماشومانو د شکرې په هغه ډول ناروغتيا اخته کېږي چې اصلا په زړو خلکو کې پيدا کېږي. د شکرې د ناروغتيا دغه ډول په زياتېدو دی او د عامې روغتيا په برخه کې لگښتونه په هماغه پيمانه. د ښاغلي زېهوفر په اند چاغوالی او ډېر خوراک د عامې روغتيا د پاليسۍ تر ټولو لويې ننگونې دي. د حکومت نوې کړنلاره غواړي چې په دې برخه کې تر 2020 م کاله پورې اساسي تغييرات راولي. خلک دې زيات حرکت او صحي خوړلو ته وهڅول شي.