1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاودنې نهه تنه یاغیان، څلور ښځې او ماشومان ووژل

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۱۱, یکشنبه

افغان چارواکو ویلي چې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په گډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د یوه موټر بم د جوړولو هڅه کوله.

https://p.dw.com/p/1BIAy
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: picture-alliance/Photoshot

د لوگر ولایت مرستیال عبدالولي توفان، د فرانسې خبرې آژانس ته وویل چې پیښه د یکشنبې په ورځ د دې ولایت په پل علم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره طالبانو هڅه کوله چې په یوه کور کې یو موټر بم جوړ کړي او کله چې یې په موټر کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کول، چاودنه رامنځ ته شوه.

توفان زیاته کړه: «په پیښه کې د پاکستانیانو په گډون نهه تنه طالبان وژل شوي دي. چاودنې همداراز دوه تنه ماشومان او دوې تنې ښځې هم وژلې دي.» توفان روښانه کړه چې طالب یاغیانو غوښتل دغه موټر بم په لوگر ولایت کې ولوزوي: «هغوی غوښتل چې دغه موټر د ښار په یوې گڼه گوڼې سیمه کې والوزوي، خو هغه د دوی په خپل کور کې وچاودید.»

د لوگر ولایت ویاند دین محمد درویش، هم له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د چاودنې له کبله هغه کور چې یاغیانو په کې د موټر بم د جوړولو هڅه کوله په بشپړه توگه ویجاړ شوی دی او هیڅوک هم په کې ژوندي نه دي پاتې. د درویش په خبره طالبانو غوښتل چې د چاودنې له کولو سره په افغانستان کې د ټاکنو بهر له ستونزو سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د راتلونکې اپریل میاشتې پر پنځه نیټه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي. د پلان له مخې به افغان امنیتي ځواکونه د دغو ټاکنو امنیت پر غاړه ولري، ځکه ناټو د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب