چاودنې په سرپل کې څلور کسان ووژل
۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبهاعلان
د سرپل ولایت ویاند ذبیح اماني، ویلي دي چې قومي مشر رحیم خان، د چاودنې پر مهال په خپل موټر کې نه وو. چاودنه د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخسیتې. برید د کوچني اختر پر لومړی ورځ رامنځ ته شوی دی.
د اماني په خبره د برید اصلي هدف پخپله رحیم خان، وو. دغه افغان چارواکي ویلي دي چې چاودنې یو بل ملکي وګړی ټپي کړی هم دی.
طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او وخت نا وخت دولتي چارواکي، قومي مشران او امنیتي ځواکونو د خپلو بریدونو هدف ګرځوي.