1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاویز، د وینزویلا د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16M8o

د وینزویلا په هیواد کې د ولسمشرې ټاکنې هوگو چاویز گټلي دي، نو په دې شان به هغه د راتلونکو شپږو کلونو له پاره د دولت مشر وي. چاویز د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې په دغه هیواد واکمني کوي. د وینزویلا ولسمشر د دغه هیواد د ولسمشرې په ټاکنو کې ۵۴ سلنه رایې گټلي دي. دغه خبر د وینزویلا هیواد د ټاکنو کمیسیون ورکړی دئ. زیاته شوې ده چې د هغه مخالف نوماند کاپرېلیس ۴۵ سلنه رایې گټلي دي. اوسنې ټاکنې د شاویز له پاره په ۱۹۹۹م کال کې د واکمنې د پیل راهیسې تر ټولو سختې ټاکنې وې.