1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چاپان د افغانستان لپاره د ۵ ملياردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه

۱۳۸۸ آبان ۱۹, سه‌شنبه

په توکيو کي د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي په راتلونکو پنځو کلونو کي به د افغانستان د پوليسي ځواک، د کرهني سکتور او د بنسټيزو پروژو لپاره پنځه مليارد ډالره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/KSP3

دغه مرستي به په افغانستان کي د جاپان د تر اوسه پوري پوځي ماموريت ځاي ونيسي.

تراوسه پوري جاپان د هند په سمندر کي د امريکا متحده ايالانو او نورو هيوادونو له بيړيو سره د تروريزم ضد عملياتو کي اکمالاتي مرستي کوي. په جاپان کي د لومړي وزير، يوکيو هاتو ياما، د دغه ماموريت مخالف دی، ځکه چي د دي ماموريت لپاره د ملګرو ملتو له خوا کومه پريکړه نه ده شوي.

د پنجشنبي په ورځ به د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما آسيا ته د خپل سفر د يوي برخي په توګه جاپان ته ورسيږي.