1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چهار دره ولسوالي نيول سوې خو سخت جنگ روان دی

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۲, سه‌شنبه

د کندز ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت چهار دره ولسوالي ئې بيرته له وسله والو طالبانو څخه نيولې ده، خو اوس ئې هم په اړوندو سيمو کي سخته جگړه روانه ده. ولسوالي تر اوږده جنگ وروسته نن سهار نيول سوې ده.

https://p.dw.com/p/1FluW
انځور: Reuters
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني، تائيد کړې ده چي تيره شپه ئې د دغه ولايت پر چهار درې ولسوالۍ له درو اړخونو علي آباد ولسوالۍ، کندز ښار او يرگنک (بغلان ولايت پوله) له لاري يرغل وکړ، چي د يرگنک له خوا ځواکونه په دې وتوانېدل چي په چهار درې ننوزي.
د کندز ولايت چارواکي وايي چي اوس جنگ د عربانو او دو بندي په سميه کي روان دئ او دغه راز د دغي ولسوالۍ په سرک بالا سيمه کي هم سخته جگړه روانه ده.
دوی وايي چي د چهار درې ولسوالۍ مقر، امنيه قومانداني، د ښووني او روزني رياست او نوري دولتي ودانۍ ئې بيرته نيولي دي.
چهار دره ولسوالي د شنبې په ماښام له هغه وروسته ونيول سوه، چي يو شمېر امنيتي پوستي تر سخت مقاومت وروسته پر شا سول او وسله وال طالبان ور ننوتل.
د کندز د چارواکو په خبره هغه دولتي مامورين او پوليس چي له وسله والو طالبانو سره اسير سوي ول په دغو عملياتو کي بيرته آزاد سوي دي.
د کندز د والي وياند عبدالودو واحيدي د دويچه ويله خبريال ته ويلي دي چي د چهار درې ولسوالۍ په جنگ کي تر اوسه پوري نزدې ۸۵ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ۱۳ تنه ټپيان سوي دي.
دا چي په دغه جنگ کي افغان امنيتي ځواک او ملکي وگړو ته هم زيان رسېدلی دی که نه، افغان چارواکو ئې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د چهار درې ولسوالۍ د نورو جزئياتو په اړه به وروسته بشپړ راپور وړاندي سي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب