1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د چین امن د افغانستان له امن سره تړلی دی»

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

په افغانستان کي د چين سفير دینګ زیجون د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اګست ۳۰مه) کندهار ته سفر وکړ. هغه د افغانستان امنيت د چين د امينت له پاره مهم وباله.

https://p.dw.com/p/1GO4g
انځور: DW/H. Sirat
د چين سفير وايي چي چین او افغانستان په سیمه کي دوه داسي ګاونډي هیوادونه دي، چي د تاریخ په اوږدو کي د ښې دوستۍ شاهدان پاته سوي دي. نوموړی وايي د دوی خلک او حکومت په افغانستان کي د مرکزي حکومت او د سولي له بهیر څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي زيجون و کندهار ته د خپل سفر پر وخت زیاته کړه: « که په افغانستان کي غربت و، دا غربت پرچین هم خپل سیوری غوړوي.»

د چین سفیر په کندهار کي د دغه ښار و اوسېدونکو ته د وينا پر وخت وویل: « زموږ او ستاسي ګاونډیتوب او دوستي هغه کچي ته رسیدلې ده، چي راتلونکی مو سره تړلی دی. امنیت لرونکی چین د افغانانو او له سولي برخمن افغانستان د چینایانو لپاره ګټور دی.»

د نوموړي په قول چین د افغانستان بیا رغووني اوسولي ته ژمن ګاونډی دی او په دې لارکي به تل د افغانانو سره مرسته کوي.

د کندهار والي ډاکټرهمایون عزیزي له چیني سفیر څخه هیله وکړه، چي په کندهارکي خپله کونسلګري پرانیزي، تر څو هغه اتیا سلنه کندهاري سوداګر، چي له چین څخه بیلا بیل توکي واردوي اساني ورته جوړه سي.

والي همدارنګه له سفیر څخه وغوښتل، چي په کندهارکي د برېښنا د اوږدې ستونزي د حل لپاره دلته د سولر برېښنا په جوړېدو کي مرسته وکړي. همدارنګه له سفیرڅخه کندهاروالي د لوړو زده کړو په برخه کي د ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو غوښتنه هم وکړه.

د چین سفیر له کندهاروالي او کندهاریانو سره ژمنه وکړه، چي د دوی غوښتني به تر لوړ پوړو چارواکو پوري رسوي. چين له نن څخه تقریبا څلویښت کاله وړاندي په کندهارښار کي پراخ روغتون جوړ کړی، چي کندهاريان يې تراوسه د چینايي شفاخاني په نامه پيژني.

کندهاریان وايي، که چین یو ځل بیا دلته پانګونه وکړي، نو د خلکو لپاره په کار پيداکولو، بیارغونه او ان د امنیت په راوستلو کي به ګټورتمام سي.