1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين او روسيه غواړي د شانگهای سازمان ته پراختيا ورکړي

۱۳۹۰ آبان ۱۵, یکشنبه

ټاکل سوې، چي د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين او د هغه چينايي سيال وين جياوباو به سبا په سانکت- پيتربورگ کي سره وگوري او د شانگهای د همکاریو په سازمان کي به د ايران او پاکاستان پر ورگډيدو باندي بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/1361X
د روسيې او چين لومړي وزيران ولاديمير پوتين او وين جاو باو
د روسيې او چين لومړي وزيران ولاديمير پوتين او وين جاو باوانځور: AP

پوتين په خپل پلرني ټاټوبي سانکت- پيترس بورگ کي د مرکزي اسيا د همکارۍ د سازمان يا شانکهای تړون تر جوړولو پوره لس کاله وروسته بيا د چين له لومړي وزير سره په دې اړه خبري کوي.

د شانگای سازمان غړي د چين او روسيې په گډون د پخواني شوري اتحاد څلور جمهوريتونه قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان دي. پر دې سربيره په ۲۰۰۴کال کي منگوليا او يو کال وروسته بيا ايران، پاکستان او هندوستان دغه سازمان ته د څارونکو په توگه ور گډ سول.

روسيې به هروخت دا خبره تکرارول، چي په سیمه کي د ناټو د بديل لپاره يو امنيتي سازمان ته اړتيا سته او په دې سازمان کي د گډون له پاره بايد د سيمي نورو هيوادونه هم ورگډ سي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند الکساندر لوکاشيويچ، د دغه دواړو مشرانو تر ليدني کتني مخکي خبريالانوته ويلي دي، چي د کريملن مشران په دې ډير خوشاله دي، چي په دغه سازمان کي د گډون له پاره ايران او پاکستان هم خپل وړانديزونه ور سپارلي دي.

« هندوستان هم غواړي، چي په دغه سازمان کي د غړيتوب په اړه فکر وکړي او افغانستان په د ليدونکي په توگه برخه پکښي اخلي.»

خو کتونکي په دې باور دي، چي چين د يو اقتصادي قدرت په توگه دې ته گوري، چي د پاکستان د غړيتوب په اړه د پنځو کالو را په دې خوا بحثونه روان دي.

روسيه هم په دې خفه ده، چي دغه ډله د ناټو سازمان لخوا تر اوسه په رسميت نه ده پيژندل سوې.

« دا ښکاره ده، چي د شانگهای سازمان د پراختيا خبره داسي اسانه نه ده، په دې لاره کي ډير هلي څلي په کار دي.»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر