1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين ته د حامد کرزي د سفر موخه څه ده؟

۱۳۸۹ فروردین ۳, سه‌شنبه

په ستاکهلم کي د امنيتي او پراختيايي چارو کارپوه نيکلس نورلينګ په خبره د خبرو اصلي موضوع به په افغانستان کي د چين مستقيمي پانګوني وي، چي هغوی د وسپنو په يو کان کي علاقه لري...

https://p.dw.com/p/MZi9
په کرزی د چين د بهرنيو چارو د وزير سره د خبرو پر مهال
په کرزی د چين د بهرنيو چارو د وزير سره د خبرو پر مهالانځور: AP

د حاجيگک د اوسپنو کان له کابل څخه سل کيلومتره د شمال لويديځ په لور پروت دی. دلته د 1,8 مليارډو ټنو د اوسپنو د ډبرو اټکل کيږي. د چين دولتي شرکتونه له دغه کان سره ډېره لېوالتيا لري. په 2008 کال کې حتی د چين د کانونو يوې اتحاديې د عينک د مسو په کان کې 3,4 مليارډه امريکايي ډالره لگولي وو او د کيندنو او سپړنو حقوق يې تر لاسه کړي وو.

د نړۍ په تر ټولو لوی د مسو په کان کې چې افغان پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت دی، دغه چينايي شرکتونه غواړي چې په راتلونکو 25 کالونو کې 11 مليونه ټنه مس اخراج کړي. خو دغه ډول پانگونې له خطرونو سره هم ملې دي، ځکه چې په افغانستان کې تر اوسه پورې امنيتي وضع د ډاډ وړ نه ده. خو د افغانستان تر څنگ د چين لپاره د گاونډيو هېوادونو ثبات هم ډېر اهميت لري. دغه څرگندونې په برلين کې د علم او سياست په نوم د يوې موسسې کارپوه، بېرنت بېرگر وکړې:

«د افغانستان اهميت په تېره بيا په دې کې دی، چې چين په خپل گاونډ کې د امنيت او ثبات په لټه کې دی، او افغانستان په اوږدهء مهال د منځنۍ آسيا د امنيت لپاره اړين دی. چين يو مهم ملگری دی، ځکه چې د چين لخوا پانگونې نه يوازې دا چې کارځايونه رامنځته کوي، بلکې زېر بنا پرې هم جوړيږي»

چينايي شرکتونه نه يوازې دا چې د عينکو د مسو کان راسپړي، بلکې تر څنگ يې مکتبونه، روغتونونه، جوماتونه، د اورگاډي پټلۍ او يو برېښناکوټ هم ودانوي. د افغانستان د حکومت د اټکل سره سم به دلته په راتلونکي کې 6000 کارځايونه هم رامنځته کيږي.

د امريکا د متحدو آيالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن پيکينگ ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې تېر کال د چين له حکومت څخه حتی وغوښتل چې چينايي پوځونه دې پاکستان او افغانستان ته داخل شي. خو د چين کمونيستي مشرتابه دا خبره رد کړه.

په افغانستان کي چينايي انجنيران د مادنونو د کشفولو پر مهالپه افغانستان کي چينايي انجنيران د مادنونو د کشفولو پر مهال
په افغانستان کي چينايي انجنيران د مادنونو د کشفولو پر مهالانځور: AP

مگر په چينايي رسنيو کې اوس هم داسې آوازې شته چې کېدای شي حکومت خپل نظر بدل کړی وي. د چين د دفاع وزارت د تېر کال راهيسې د چين او افغانستان کډې پولې ته څېرمه يو سرک جوړوي. سربېره پر دې چينايي پوځيان په دغه غرنۍ سيمه کې مخابراتي انتنونه هم لگوي. بېرنت بېرگر په افغانستان کې د چين نظامي ماموريت غير احتمالي گڼي. هغه د چين او افغانستان د پولې په اوږدو کې د فعاليتونو تر شا نور دلايل ويني:

«چين بايد په اوږدهء مهال، که وغواړي چې له افغانستان څخه معدني مواد يوسي، له افغانستان څخه چين ته لارې جوړې کي. اوس د چين د دفاع وزارت لخوا داسې جوړښتونه رامنځته شوي دي، چې لږ تر لږه امنيت پرې نيول شوی دی»

د چين سياست په افغانستان کې داسې بڼه لري چې اقتصادي همکاري ته هر کلی ويل کيږي، خو نوموړی هېواد پوځي موخې نه لري. بېرنت بېرگر په دې اند دی چې افغانستان له چين سره د گډ کار څخه گټه پورته کولای شي. هيڅ بل هېواد په نړۍ کې د خپلو پانگونو لپاره هومره ډېر خطر نه مني، لکه چين چې يې کوي. چين په دې ترتيب د آسيا د چارو د نوموړي کارپوه په وينا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه ملگری دی.

Ricking, Christoph/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل