1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين ته ۱۰۰۰ ټنه افغان لاجورد څنګه قاچاق شوي؟

۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان لاجورد د نړۍ په کچه بې ساري دي. خو اوس دغه قیمتي تیږه د طالبانو، قاچاق وړونکو او سیمه ییزو زورواکانو د عاید پر یوې منبع بدله شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IV5p
Afghanistan Lapislazuli
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd

افغانستان هر کال د لاجوردو د تجارت په برخه کي په میلیونونو ډالر له لاسه ورکوي ځکه همدا اوس د افغانستان په ډیرو برخو کې د دغې تیږې په کانونو کې غیر قانونې کیندنې روانې دي. کاروپوهان او چارواکي وایي چې یوازې په بدخشان کې هر کال په ټن هاو لاجورد په غیر قانوني توګه استخراجیږي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس یو داسې یادښت لیدلی دی چې د کانونو په برخه کې د ولسمشر غني مشاور، هغه ته ورکړی دی. په یادښت کې راغلي دي چې د عبدالملک په نوم یو سیمه ییز قوماندان د لاجوردو پر یوه لوی کان باندې کنترول لري او هغه د دې په بدل کې چې غیر قانوني کیدونکو ته له دې ځایه د لاجوردو د استخراج اجازه ورکړي، پیسې اخلي. دغه قوماندان بیا د دې له پاره چې په سیمه کې پاتې شي، پخپله طالبانو ته هم پیسې ورکوي.

رشوت

قاچاق وړونکي بیا چارواکو ته رشوت ورکوي چې د هغوی مخه و نه نیسي ترڅو دوی وشي کولای لومړی کابل او بیا پاکستان ته دغه قيمتي تیږې قاچاق کړي.

په ګلوبل ویتنس سازمان کې د افغانستان د کمپاین مشر ستیفن کارتر، وایي چې د افغانستان د کانونو سکتور وسله والې ډلې تمویلوي او په هیواد کې د اداري فساد، بې ثباتي له اصلي لاملونو څخه يو دی.

دغه کارپوه وایي چې که د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه په سمه توګه و نه نیول شي نو کیدای شي چې افغانستان د طبیعي ځیرمو پر له یوې جګړې سره مخامخ شي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی جاوید مجددي، اټکل کوي چې د لاجوردو یو کان چې د کاوان و مرنجان په وسلوالۍ کې پروت دی ۷۰ سلنه ګټه طالبانو ته رسیږي ځکه هغوی له پاکستان سره په پوله پرتې دې سیمه کې پیاوړی حضور لري.درې ترليون ډالره

افغانستان د ذغالو، مسو، اسپنې، نکل، مرمر او نورو قیمتې او کمیابو تیږو او فلزاتو معدنونه لري. که څه هم لا تر اوسه پورې د دغو کانونو اصلی ارزښت نه دی په ډاګه شوی، خو هغه د درې تریلیون ډالرو په شاوخوا کې اټکل کیږي. خو د دغو کانونو ډیره لږه برخه په قانوني توګه استخراجیږي.

په ۲۰۱۵ کال کې د لاجوردو د استخراج قانوني بهیر پیل شو، خو د بنسټونو د نه شتون له کبله هغه ډیر ژر ودرول شو، او په دې ترتیب سره قوماندان ملک ته د دې زمینه برابره شوه چې د قاچاق وړونکو او طالبانو په مرسته غیر قانوني کیندنو ته دوام ورکړي. یوه افغان چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبرې کړې دي، ویلي دي چې ملک په یوه میاشت کې طالبانو ته ۴۴۰ زره ډالر ورکوي چې د هغه محافظت وکړي او ده ته د دې زمینه برابره کړي چې په غیر قانوني توګه د لاجوردو استخراج ته دوام ورکړي.

ملک لا تر اوسه پورې پر هغه باندې د لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د کانونو په برخه کې د ولسمشر غني د مشاور محمد یوسف پښتون، په یادښت کې راغلي دي چې ملک د خپلو مصرفونو پوره کولو له پاره غیر قانوني کیندونکو ته د ډیرو پیسو په مقابل کې د یوه مشخص وخت له پاره د لاجووردو په کانونو کې د پاتې کیدو اجازه ورکوي. دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چې قاچاق وړونکي هم بیا له خپل کم وخت څخه د ډیرې استفادې کولو په موخه، هر څومره چې امکان ولري، لاجورد له ځان سره اخلي.د بدخشان ملي امنيت

پښتون زیاته کړې ده چې د ملک زامن د بدخشان د ملي امنیت په اداره کې کار کوي او کله چې د خپل پلار پر ضد د عملیاتو خبر واوري نو هغه ته خبر ورکوي.

د پښتون په حواله له کران و مینجان ولسوالۍ څخه په غیرې قانوني توګه ترلاسه شوي ۵۰۰۰ ټنه لاجورد د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې ساتل کیږي.

پښتون ولسمشر ته په خپل یادښت کې زیاته کړې ده چې ۱۰۰۰ ټنه لاجورد لا وختي چین ته لیږدول شوی دي. هغه ویلي دي چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت لاجورد په ګمرک کې کم ښودل شوي دي او یوازې ۲۳۰ زره ډالر مالیه یې ورکړل شوې ده.

ډیر وخت لاجورد د میوو په موټرو کې ځای پر ځای کیږي. له بدخشان څخه د سفر لومړی هدف کابل وي، تر هغه وروسته بیا دغه لاجورد د پاکستان پیښور ښار ته رسیږي. له پیښور ښار څخه هغه په الوتکو کې دوبۍ، متحده عربي امارتو او هندوستان ته رسیږي. په دې ټول ترانسپورتي غیر قانوني بهیر کې دولت ته هیڅ ډول عاید نه رسیږي، بلکه رشوت اخیستوونکي چارواکي، سیمه ييز زورواکان او طالبان د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې له لاجوردو دغو ډکو لاریو ته د تیریدو اجازو ورکوي.

دا هر څه که له یوې خوا د افغانستان سرمایه د غلو، زورواکانو، رشوت اخیستونکو او یاغیانو جیبونو ته اچوي، له بلې خوا بیا په افغانستان او سیمه کې د لاجوردو د قانوني تجارت مخه نیسي. ځکه لد غیر قانوني تجارت له ډیریدو سره د لاجوردو قیمت رالویږي او هغه سوداګر چې مالیات ورکوي او له قانوني لارې کیندل شوي لاجورد نړیوالو مارکیټونو ته رسوي، له غیرې قانوني تجارت سره سیالي نه شي کولای.

Lapislazuli - Ausstellung im Bergbaumuseum Bochum FLASH-GALERIE
انځور: DW
Afghanistan Lapislazuli
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd/ P. Gabanielli (PD)