1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين دنظام انتقاد کونکي ته د وتلو اجازه ورنګړه

۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

په اوسلو کښي د چين د ولسي حقوقو مدافع اودنظام انتقاد کونکي لي شيابو ته د نوبل د سولي د جايزې دورکولود مراسمو پر وخت پر نورو فعالينو باندي په چين کښي قيودات ډير سوي دي . لي شيابولا بندي دی

https://p.dw.com/p/QREd
رسام ای وای وای
ای وای وایانځور: picture alliance/dpa

په چين کي د حکومت له اړخه د بنديز سره مخامخ ددغه هيواد مشهور رسام ای وای وای د جنوبي کوريا په سفر د روانيدو په حال کي وو، چي د پرواز څخه يو نيم ساعت د مخه د سرحدي پوليسو لخوا ونيول سو . د هغه ځايه بيا ده غوښتل چي برلين او بيا پسي ډنمارک ته سفر وکړي .

« زما يو ساعت د انتظار په کوټه کي تيرشوی ؤ، بيا يوه ښځينه پوليسه راغله، غوښتل يې چي زما پاسپورټ وګوري . دغه وخت زه وپوهيدم چي دوی ما سفر ته نه پريږدي . بيا يې ماته د عامه امنيت د دفتر يو امر راوښود چي د هغې د مخي د چين څخه زما وتل ملي امنيت ته خطر اړولی شي.»

د پيکنګ دغه هنرمند اصلا ددې اراده نه درلوده چي اوسلو ته ولاړ شي ،چيري چي د راتلونکي جمعې په ورځ د دسمبر په لسمه ليو شياوبو ته د نوبل د سولي جايزه ورکوله کيږي . خو بيا هم ای وای وای دا فکر کوي چي دده په سفر لګول شوی بنديز ددغه محفل سره تړاو لري .

« زما په سفر بنديز لګول ددې سره نيغ په نيغه تړاو لري . د چين حکومت ليو شياوبو ته د نوبل د جايزې په ورکولو سره ډير بيزاره دی . له همدې امله په سلهاو وګړي ددې اجازه نه لري چي د هيواد څخه دباندي سفر وکړي.»

د هيواد ډيری روښان فکران، وکيلان او د حکومت منتقدين په دې وروستيو ورځو کي د هيواد څخه ددباندي تلو اجازه نه لري ،چي په دې کي د ليو شياوبو وکيلان هم شامل دي . د دوی په اړه هم مامورينو دا بيره درلودل چي دوی به اوسلو ته سفر وکړي .

نورو ته، لکه د لويديځ چين د ايالت د شاډونګ د پوهنتون يوه استاد سن وانګونګ ته د مدني ټولنو د ډلو د وينا پر اساس هيڅ پاسپورټ ورنه کول سو . دی د ليو شياوبو د ميرمني لخوا اوسلو ته دعوت شوی وو.

ليوشياوبو چي د يولسو کالو د بند په جزأ محکوم شوی، دا مهال په بند کي ورځي شپې تيروي . دده ميرمن ليو شيا دا وخت په پيکنګ کي په کور کي نظربنده ده او اړيکي نيول ورسره ګران کار دی . نور فعالين هم په کلکه څارل کيږي .

په دې منځ کي د چين حکومت ليوشياوبو ته د نوبل د جايزې ورکول يو وار بيا په کلکه غندلي دي . د چين د بهرنيو چارو د وزارت يوې وياندي يانګ يو د ناروې د نوبل د جايزي ددې پريګړي شاته د سياسي هدفونو د موجوديت خبره وکړه.

« د نوبل کميټې سږ کال دا جايزه يوه داسي مجرم ته ورکړه چي هغه د چين د قوانينو د ماتولو له امله په سزا محکوم شوی او په زندان کي پروت دی . دا په چين کي د قانون د ماتونکو سره په ښکاره ډول مرسته ده، زموږ لمسول او زمونږ د قضايي سسټم په خپلواکۍ کي مداخله کول دي .»

اوس په اوسلو کي سړی د يوه داسي محفل دپاره تياری نيسي چي په هغه کي پخپله د جايزې کټونکی ،ليوشياوبو او دده نژدې خپلوان ګډون نه کوي . ګمان کيږي چي د نوبل د سولي د جايزې په تاريخ کي به د دوهم وار لپاره نه سند، نه مډال او نه د جايزې پيسې دهغه ګټونکي ته په لاس ورکول شي .

روټ/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري