1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د اصلاحاتو پلي کولو طرحه تاييد کړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۷, شنبه

د چين ولسي کانګرس د دغه هيواد د کمونيستي رهبرۍ له خوا طرح سوي اصلاحات تصويب کړل. په دغو اصلاحاتو کي به نور د روزني اردوګاوي له منځه ولاړي سي او د یوه کوچني د زېږولو په سياست کي به اسانتياوي رامنځ ته سي.

https://p.dw.com/p/1Ahsb
انځور: picture-alliance/dpa

د چين د خبر رسولو آژانس «شينهوا» ويلي دي چي د دغه هيواد ولسي کانګرس د کورنيو په برخه کي د اصلاحاتو توافق تصويب کړ. د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې په نوومبر مياشت کي د خپلي ګوندي غونډي په پای کي بې له دي چي د عملي کولو يوه ټاکلې نېټه يې وښيي د دغو اصلاحاتو طرحه اعلان کړه.

بې له محاکمې څلور کاله په اردوګاه کي تيرول

په چين کي د روزنيزو اردوګاوو سيستم په ۱۹۵۷ کال کي رامنځ ته سو. د دغه سيستم له مخي د چين پوليس اجازه لري چي بې له محاکمې يو تورن شخص څلور کاله په اردوګاه کي وساتي او کار باندي وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس تر ۲۰۰۹ مېلادي کاله پوري نزدې ۱۹۰ زره چينايان په دغو اردوګاوو کي وخت تيرولو ته مجبوره سوي ول. څو ورځي دمخه د چين رسمي خبري آژانس «شينهوا» خبر ورکړ چي دغه سيستم له ډيرو کلونو راهيسي د عامه نظم او ثبات ساتلو په برخه کي ډېر مهم رول لوباوه، خو په وروستيو کلونو کي د قانون د تطبيق او نظم ساتلو له پاره نور تدابير تر لاس لاندي نيول سوي دي. د دغه آژانس د راپور له مخي اوس دغو روزنيزو اردوګاوو خپله «تاريخي دنده» تر سره کړې ده.

اوس کورنۍ کولای سي چي دوهم کوچنی هم ولري
اوس کورنۍ کولای سي چي دوهم کوچنی هم ولريانځور: DW/S. Ballweg

د بشري حقونو فعالانو ويل چي په دغو اردوګاوو کي داسي کسان هم بندي کېدل چي له دولت څخه به يې د يو څه غوښتنه کوله. د بېلګې په توګه يو کال دمخه يوه مور چي لور يې د نامعلومو کسانو له خوا تر تښتولو وروسته په زوره بدلمنۍ ته مجبوره کېدله، دولت ته تر څو واري مراجعې وروسته د اجباري کار اردوګاه ته واستول سوه. انتقاد کوونکي انديښنه لري چی په راتلونکې کي د روزنيزو اردوګاوو پر ځای باندي د جزا وروکلو بل ډول خپلسره شکلونه رامنځ ته نه سي.

د دوو کوچنيانو لرلو شرط

د کورنيو سياست د سهولت راوستلو په برخه کي مور او پلار کولای سي په راتلونکې کي دوه اولاده ولري. د نوو اصلاحاتو له مخي هغه مور او پلار چي اوس يو اولاد لري کولای سي چي دوهم هم ولري. تر اوسه پوري دغه قاعده يوازي د هغي ماينې او مېړه له پاره اعتبار لاره چي دواړه پخپله د کورنۍ يو اولاد ول.

په حقيقت کي د چين د کورنيو په سياست کي د اسانتيا راوستلو په اړه بحث له درو لسيزو راهيسي مطرح وو. د دغو اصلاحاتو موخه دا ده چي په چين کي د زړښت بهير ودرول سي.

چين په نړۍ کي د ۱،۴ ميليارده نفوس په لرلو سره تر ټولو ستر نفوس لرونکی هيواد دی. د رسمي شمېرو پر اساس په چين کي د يوه کوچني زېږولو سياست له ۱۹۸۰ مېلادي کال راهيسي نزدې د ۴۰۰ ميليونو کوچنيانو د زېږېدو مخنيوی کړی دی. د دغه هيواد د نفوس په سلو کي ۶۳ تر ډېره په ښارونو کي هغه کسان جوړوي چي د دغه قانون له مخي د کورنۍ يو کوچنی دی.

د چين د روزنيزو اردوګاوو او يو کوچني لرولو پر سياست باندي هروخت سختي نيوکي کېدلې.