1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د بدن دغړوغيرقانوني تجارت

حسن » بری «۱۳۸۵ تیر ۲۰, سه‌شنبه

» د غړو بسپنه يا اعانه کونکی سمدستي يافوراً موندل کيدای شي! «، دغه ژمنه د چين د بدن د غړو د پيوندولو د مرکزانټرنټي پاڼه يا ) ويب سايټ ( کوي. او د دغې ژمنې څنگ ته، دغه غوښتنه ليکل شويده: » لطفاً له مونږ سره تماس ونيسئ، مخکې تردې چې ستاسې وضيعت لاخراب شي. «

https://p.dw.com/p/DMrT
انځور: picture-alliance/dpa

اوپه دغه انټزنټي پاڼه کې د يوه بل ټکي کېښکودل، سړی د نوموړي کلينيک د قېمتونولست ته رسوي، کوم چې د دغه کلينيک لپاره په پنځوژبواعلان کوي: يو بډوډی ٦٢٠٠٠ امريکايي ډالر، يو سږی ١٦٠٠٠٠ امريکايي ډالر.

د اعدام شويو زندانيانو د بدن د غړو خرڅول
په چين کې د بدن د غړوتجارت ډيررونق لري. د چين د روغتيا د وزارت د معين د څرگندونوله مخې، پدې برخه کې، يوازې د امريکامتحده ايالتونه تر چين مخکې دي. د انگلستان د بدن د غړو د پيوندولو د ټولنې غړی سټيفن » ویگمور « وايي: » لدې سره سم نو بايد په چين کې د بدن د غړو دپيوندولوپه زرگونوعمليات سرته ورسېږي. له ډيروکلونوراهيسې داسې سندونه ډيريږي چې په چين کې زندانيان اعداميږي او د هغوۍ د بدن غړي، د هغوۍ له مخکنۍ اجازې پرته، د پيودولو د عملياتولپاره اخيستل کيږي.

په چين کې د بدن د غړوتجارت شته، د کوم په ترڅ کې چې چينايي کلينيکونه اعلانونه کوي چې په هغوۍ کې بهرنيانوته د بدن غړي پيونديدلای شي. «