1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د برېښنا د ترلاسه کولو تلاښ کوي

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

کارپوهان په دې باور دي چي کيدای سي چين په مرکزي اسيا کښي د بريښنا د پوتنسيال په پراختيا کښي د روسيې ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/15dn9
انځور: cc-by:Matti Frisk-nc-sa

د قرغزستان د برېښنا په پروژو کښي د روسيې گډون کولای سي، چي دغه هيواد د برېښنا ستر صادراتي پوتنسيال ولري.

د سیاسي کارپوه مارس سرايف په اند: «د برېښنا په پروژو کښي د روسيې ونډه اخيستل قرغزستان ته دا اجاره ورکوي، چي ډيره برېښنا تولید کړي، او د بريښنا د صادراتو پوتنسيال، چي پلان لري روسيې، چين، افغانستان او پاکستان ته برېښنا صادره کړي پراختيا ورکړي.»

د هغه په خبره کي په دې پروژو کښي قزاقستان، تاجکستان او ښايي ازبکستان ورگډ سي کيدای سي چي د برېښنا د تولید يوه سیمه ييزه کړۍ جوړه سي، لکه څرنگه چي د پخواني شوروي اتحاد په وخت کښي جوړه سوې وه.

سرايف په دې باور دئ، چي د برېښنا په پروژو کښي د روسيې گډون به قرغزستان په مرکزي اسيا کښي د نړیوالي انرژۍ يو له عمدو مرکزونو څخه وگرځوي.

خو د کارپوه په خبره که روسيه د مرکزي اسيا د برېښنا د پوتنسيال د پراختيايي پروژو په گډون کښي ځنډ وکړي نو دغه تشه به ډير ژر چين ډکه کړي:

«چين دې ته تيار دئ چي د برېښنا په سيمه ييزو پروژو کښي ستره پانگونه وکړي. خو د قرغزستان له پاره د روسيې ونډه ډيره مهمه ده.»

په مرکزي اسيا کښي د برېښنا د توليد د پوتنسيال د پراختيا په اړه له کلونو راهيسي خبري رواني دي، خو تر اوسه پوري پر هيڅ يوه پروژه باندي هم عملي کار نه دئ پيل سوی.

څه موده مخکي ايران هم ويلي ول، چي له تاجکستان څخه برېښنا رانيسي او د لېږد خط به ئې د افغانستان له لاري وي. خو تر اوسه پوري ئې څرک نه معلوميږي.

په روان وخت کي تاجکستان يوازي افغانستان او يو لږ څه هم قرغزستان ته برېښنا صادرات لري.

افغانستان، ايران او تاجکستان په پلان کي لري، چي د اورگاډی د پټلۍ په واسطه يو له بل سره هم وتړل سي او د شمال خوا ته له قرغزستان او د افغانستان د ختيځ خواته له چين سره هم پټلۍ وغځوي.

ويل کيږي، چي دا ټولي پروژې تر لاس لاندي دي. خو تر اوسه پوري د يوې لا هم عملي کار نه دئ پيل سوی او نه ئې هم د تقريبي مالي لگښت په اړه څه ويل سوي دي.

کارپوهان په دې باور دي، چي ددې پروژو د ځنډ عامل په افغانستان کي نا امني او د ايران د اټومي پروگرام لانجه ده، چي د لوېديځ له خوا ورباندي ډير بنديزونه لگول سوي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض