1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: د شمالي کوریا پرسر هره شېبه نښته رامنځ ته کیدای شي

۱۳۹۶ فروردین ۲۵, جمعه

چین د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا پر سر شخړه هره شېبه رامنځ ته کیدای شي او ګواښ یې وکړ چې جګړه هیڅ وخت ګټونکی نه لري.

https://p.dw.com/p/2bF2i
China PK französischer Außenminister Jean-Marc Ayrault und Wang Yi in Beijing
انځور: Reuters/J. Lee

چین تر هغه وروسته سخته لهجه وکاروله چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، وویل چې د شمالي کوریا ستونزه به حل شي. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان اټکل کوي چې شمالي کوریا به په نزدې وختونو کې اټومي یا هم د توغندیو آزموینه وکړي.

ولسمشر ترمپ هم د کوریا ټاپوزمي ته د خپلو جنګي بیړیو یوه ډله استولې ده چې د شمالي کوریا «پاروونکو اقداماتو» ته ځواب ووايي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، وویل: «په وروستیو وختونو کې ترینګلتیاوې ډیري شوي دي. دا وضعیت سړي ته داسې احساس ورکوي چې هر شیبه جګړه پیلیدای شي.»

هغه زیاته کړه: «که جګړه پیل شي، نو پایله به یې يو داسي وضعیت وي چې ټول به پکښې بایلونکي وي. دغه شان وضعیت ګټونکی نه لري.»

هغه د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هر اړخ چې جګړه پاروي، باید د هغې تاریخي مسئولیت هم ومني او رامنځ ته کېدونکی تاوان یې ورکړي.

تر دې مخکې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د بې وسلې کیدو او سولي انستیتوت هم ویلي ول، چې هره شیبه یوه اټومي جګړه پیلیدای شي. د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د دې انستیتوت په حواله ویلي دي چې امریکا متحد ایالاتو په کوریا ټاپووزمي کې اتومي منابع ځای پر ځای کړي دي او وضعیت یې د جګړې درشل ته رسولی دی.

ترمپ په وروستیو ورځو کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې خپل پوځي ځواک ښوولی. لومړی د سوریې رژيم پر يوه هوایي ډګر باندي د توغندیو برید او بیا په افغانستان کې د تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید يې بېلگې دي.

د سپیني ماڼۍ د بهرني سیاست یوه مشاور ویلي دي چې امریکا متحد ایالات د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر ضد پوخي ځواب آرزوي. هغه زیاته کړې ده چې که شمالي کوریا یوه بله آزموینه وکړي، نو بیا به پوښتنه دا نه وي چې پر شمالي کوریا به برید وشي او که نه، بلکي پوښتنه به دا وي چې دغه کار به کله وشي.

شمالي کوریا هم په ځواب کې ویلي دي چې دفاعي ځواب ته چمتو دی.

داسې رپوټونه شته چې د شمالي کوریا د اټومي آزموینو په سیمه کې فعالیتونه معلوم شوي دي. څارونکي ویره لري چې دغه هیواد به د خپل بنسټ ایښودونکي کیم ایل سونګ، د ۱۰۵کلیزي د لمانځلو پرمهال به یوه آزموینه وکړي.

زموږ له ارشيف څخه: