1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له افريقايي هېوادونو سره خپلې همکارۍ ته وده ورکوي

۱۳۸۵ دی ۲۹, جمعه

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي چارو وياند کريستيان روک او د پرمختيايي چارو د هئيت مرستياله سيبيله فايفر د چين او افريقې د رول په باره کې وايي چې د چين هلې ځلې په افريقا کې کومه نوې خبره ده، خو په وروستيو وختونو کې د چين د پانگونې کچه ډېره لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/DKFg
د چينيانو يو ښارگوټی په نايجيريا کې
د چينيانو يو ښارگوټی په نايجيريا کېانځور: AP
د تېر مېلادي کال د نومبر په مياشت کې د چين په پلازمېنې بيژينگ کې د افريقا په باره کې يو کنفرانس تر سره شو. چين د دغسې گامونو اعلان ورکړ تر څو له افريقې سره ستراتيژيکې همکارۍ ته پراختيا ورکړي. تر 2009 م کاله پورې دې د چين پرمختيايي مرستې دوه چنده شي. چين سربېره پر دې د پنځو مليارډو ډالرو يوه ځانگړې پانگه منځ ته راوستل غواړي تر څو چينايي شرکتونه په افريقا کې پانگونې ته وهڅول شي.
دا په داسې حال کې چې د افريقې رول په نړيوال اقتصاد کې پياوړی شوی دی. آلمان او د اروپايي اتحاديې نور هېوادونه بايد اوس نوې لارې چارې وسنجوي تر څو له چين سره يو ځای له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ ولري.