1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين له افغانستان او پاکستانه د اړيکو ښه توب وغوښت

۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبه

چين پر افغانستان او پاکستان باندې غږ کړی څو اړيکي ښې او د کړکېچ مخنيوي او مديريت يو مکانيزم رامنځ ته کړي. دغه خبره د چين د بهرنيو چارو وزارت کړې او افغانستان هم تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/2fLPi
China PK französischer Außenminister Jean-Marc Ayrault und Wang Yi in Beijing
انځور: Reuters/J. Lee

د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ اي، له افغان ولسمشر، اشرف غني، سره په کابل کې وليدل او ويې ويل چې يوه درې اړخيز مکانيزم ته اړتيا ده څو د افغانستان، پاکستان او چين تر منځ ديالوګ او همکارۍ ته وده وکړل شي. دغه خبره د چين د بهرنيو چارو وزارت په خپله ويبپاڼه کې کړې ده.

وانګ د خپلې بيانيې په حواله ويلي دي: «چين په خلوص سره د افغانستان او پاکستان له پاره هيله لري چې اړيکې دې کړي، متقابل اعتبار دې بېرته رامنځ ته، همکاري دې پياوړې شي، او دا چې دواړه لوري بېرته امن او پرمختګ حاصل کړي.»

وانګ د اوونۍ په پای کې پاکستان ته هم سفر کړی وو. د چين له خوا په خپره شوې بيانيه کې داسې هم راغلي دي: «د افغانستان او پاکستان يعنې د دواړو هېوادونو د ملګري په توګه، چين هغوی دې ته هڅوي چې ډېر ژر د کړکېچ د مخنيوي او مديريت يو مکانيزم رامنځ ته کړي، څو له هر ډول ناببرو پېښو سره وړ چلن وشي.»

افغانستان د چين د منځګړيتوب هر کلی کړی

په دې ترڅ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم يوه بيانيه خپره کړې ده، چې پکې راغلي دي چې افغانستان د درې اړخيزې همکارۍ د پيلېدو هر کلی کوي او دا چې درې واړه اړخونه سيمه يزې سولې او ثبات ته ژمن دي څو اقتصادي همکاري رامنځ ته شي.

همداراز بايد امنيت او پرمختيايي چارو ته وده ورکړل شي. د دې له پاره د دغو څرګندونو له مخې افغانستان او پاکستان غواړي چې اړيکې ښې کړي او امنيتي ننګونو ته په ګډه غاړه ورکړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د کړکېچ د مديريت له مکانيزم سره هم توافق کړی چې په چوکاټ کې به يې اطلاعات او استخباراتي معلومات شريک شي. درې واړه اړخونه سربېره پر دې د څلوراړخيز همغږيتوب د ګروپ بېرته راژوندي کېدل غواړي څو له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره يو ځل بيا زمينه برابره شي.

تاريخي شاليد

افغانستان او پاکستان له هغه وخت راهيسې چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوی دی، تل ستونزې لرلې دي. دغه اړيکې په تېرو کلونو کې وروسته له هغه لا ترينګلې شوې دي چې افغانانو په پاکستان باندې د طالبانو د ملاتړ تورونه لګولي دي، څو ګويا په افغانستان کې د پاکستان د پخواني رقيب، هند، نفوذ محدود کړای شي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي. چين په ورته وخت کې له دې څخه اندېښنه لري چې اسلامپاله ترهګر د پاکستان د پولې په اوږدو پرتو د پښتنو له سيمو څخه خپل فعاليتونه ډېر کړي. اصلي اندېښنه يې دا ده چې په چين کې مېشت ايغوري مسلمان اقليت به هلته افراطيت ته وهڅول شي.

د شنبې په ورځ د چين خارجه وزير، وانګ، وويل چې د تروريزم ضد فعاليتونه د چين او پاکستان د اړيکو يوه مهمه برخه تشکيلوي. هغه د شينهوا خبري اژانس په حواله له پاکستان څخه مننه وکړه چې «د تاوتريخجنې تروريستي ډلې يعنې د شرقي ترکستان د اسلامي حرکت په وړاندې په مبارزه کې ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي.»

چين وايی چې د «شرفي ترکستان اسلامي حرکت» تاوتريخوالي ته لېواله د ايغوريانو يوه بېلتون غوښتونکې ډله ده چې د جنوبي آسيا له اورپکو سره ارتباطات لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2017):