1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: نورو شرکتونو هم په ميلامين ککړي شيدې توليد کړي دي

۱۳۸۷ شهریور ۲۸, پنجشنبه

د ولسي چين د خوراکي شيانو د کنترول د چارواکومشر لي چانګیانګ کله چي د مطبوعاتي کنفرانس ورکولوته حاضرشوو ډير انديښمن ښکاريده.

https://p.dw.com/p/FKpo
يو ماشوم چې د Sanlu شودو له امله يې پښتورګې له کاره لوېدلي دي
يو ماشوم چې د Sanlu شودو له امله يې پښتورګې له کاره لوېدلي ديانځور: AP

ده څرګنده کړه چي د ټولو هغو تصديو پنځمه برخه چي د شودو توليدات جوړوي، په ميلامينو باندي ککړي شودي خرڅي کړيدي.

ده زياته کړيده: په ولسي چين کی 175 د شودود توليداتو جوړونکي فابريکي شته دی. چي د هغوله ډلي څخه 109 د ماشومانو خوراک توليدوي.کله چي دککړو شودو اود پښته ورګو په ناروغۍ باندې ورځ په ورځ ډيريدونکو اخته وو ماشومانو ترمنځ اړوند معلوم شو، مونږ ټولي دغه تصدۍ کنترول کړي.

لکه هسي چي له تحقيقاتو څخه څرګنده شوه، 22 تصديو د ماشومانوهغه خوراک چي مونږد ميلامين نښي پکي وموندلي شواي، ليږدولي دي. د مثال په ډول له ګوانګدونګ څخه د ياشلي،اوله کينګداو څخه د زوکانګ تصدۍ پوډري شودي بنګله ديش، برما، بروندي، يمن، اوګابون ته ليږدولي دي. پدي منځ کي دغو دواړو تصديو خپل توليدات له نوموړو هيوادونو څخه بيرته غوښتي دي.

د رسمي خبرونو له مخي د مي مياشتي راهيسي د ګانزو په ولايت کي درې تنه ماشومان د پښته ورګي تيږو له امله مړه شويدي. دغه ماشومان د سنلو په وچو شودو باندي تغذيه شوي وو.

يوه مور په روغتون کې د خپل شپارلس مياشتنې په ککړو شودو ناجوړه ماشوم سره
يوه مور په روغتون کې د خپل شپارلس مياشتنې په ککړو شودو ناجوړه ماشوم سرهانځور: AP

احتمالا به د دغي ناروغۍ د اخته ووماشومانو شمير په راتلونکي کی لا ډيرشي. په لسهاو زرو مېندو او پلرونو په روغتونو باندي هجوم وروړي، ترڅو خپل ماشومان په ډاکترانو باندي معاینه کړي. د وروستيو خبرونو له مخي د ميندو او پلرونو ترمنځ ناکراري ډيره شويده اوډيري مېندي او پلرونه نه پوهيږي، چي خپلو ماشومانوته د خوراک لپاره څه شي ورکړي. پدي منځ کي د ولسي چين حکومت هڅه کوي،تر څو د وګړو ترمنځ د خوراکي شيانو د توليد په صنايعو باندي باور بيا منځته راولي. د دي لپاره نوموړي حکومت د ډير شديد عمل اعلام کړيدي. لي پدي اړه وايي:

«مونږ به دا موضوع هم وڅيړو، چي آيا د خوراکي شيانو کنترول د چارواکو کوم څوک پدي برخه کي مسوليت لري، اوکه هغه چا چي مقررتاتوباندې پښه ايښي ده او پرېښي يي وي، چي نوروغولوي او د قانون په ضد يي عمل کړي وي. د جزايي اعمالو د قانونو د اساساتو په بنسټ تعقيبيږي اوسخته جزا ورکول کيږي. مونږ به د خوراکی شيانو د توليد په نظام کي ښه والي راولو. او د توليدونکو په تيره بيا د شودو د توليداتو څارنه به ډيره کړو. ترڅوچي د خوراکي شيانو ډاډه والي تضمين کړو.»

د دي ناوړه او رسوا پيښي په هکله هم ډير په ځنډ سره خلکوته معلومات ورکړل شول. د سانلو د توليدونکي ډلي د نوي زيلاند ملګري په ناکامۍ سره په خپل چينايي شريک د چين د هيباي د ولايت په یوې دولتی تصدۍ باندي فشار راووړ، خو ګټه يي ونکړه. ترڅوچي د نوي زيلاند حکومت د ولسي چين حکومت ته احوال ورکړ، او په دي ډول د ميلامين په مضره موادو باندي دغه ککړي شودي په ټول هغه هيواد کي څلور مياشتی وروسته له هغه چي لمړي ماشوم د پښته ورګو د تيږو له امله مړ شو، بيرته راټولي شوي.