1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين وايي د اعدام سزا د نورو د بيرولو د پاره ده

۱۳۹۰ فروردین ۸, دوشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په دي باوردی چي د تير کال په اوږدو کي په چين کي څو زره انسانان اعدام سوي دي. دا شميره په ټوله نړۍ کي د اعدام سويو شميرې څخه لوړه ده.

https://p.dw.com/p/RDLY
د چين مشرتابه وايي چي په چين کي د اعدام د سزا د له منځه وړلو لپاره شرايط لا برابر نه دي.
د چين مشرتابه وايي چي په چين کي د اعدام د سزا د له منځه وړلو لپاره شرايط لا برابر نه دي.انځور: picture alliance/dpa

د نړۍ په نورو هيوادونو کي په ټوليزه توګه ۵۲۷ د اعدام سزاوي عملي سوي. په چين کي نه يوازي قتل، بلکي رشوت خوري او نور اقتصادي جرمونه هم د مرګ سزا لري.

په دي هکله په رسمي توګه يو دليل دا وړاندي کيږي چي د مرګ سزا د نورو د ويرولو په موخه ورکول کيږي. خو که څوک د پيکنګ پر سړکونو عادي خلکو ته غوږ ونيسي هغوی هم د حکومت د دي کړنلاري ملاتړ کوي.

يو تن وايي چي:« زما په اند موږ په چين کي د اعدام سزا ته اړتيا لرو. که نه نو زموږ په ټولنه کي به ډيره ګډوډي رامنځته سي. هر هيواد خپل ځانګړي حالت او وضعه لري، په چين کي هم همداسي ده.»

په چين کي پر سختو سزاوو سربيره هم د مرګ د سزا سره د خلکو چلند په تيرو ديرشو کلونو کي په کرار کرار يو څه بدل سوی دي. په کلونو کلونو به د مرګ په سزا محکوم تن خلکو د عبرت لپاره ښودل کيدی او په عامه مظهر کي په ډزو ويشتل کيدی. خو بيا په اتيايمو کلونو کي چين پر دي بنديز ولګاو ځکه چي دا يي د هيواد نوم وربدوي.

په چين کي اوس هم د مرګ په سزا د محکومو شميره د يو لوي دولتي راز په توګه پټ ساتل کيږي. د بشري حقونو ګروپونه په دې باور دي چي په چين کي په تيرو لسو کالو کي د مرګ په سزا د محکومو شميره په کال کي د لسو زرو څخه پنځوو زرو ته راټيټه سوي ده.

د چين مشرتابه وايي چي په چين کي د اعدام د سزا د له منځه وړلو لپاره شرايط لا برابر نه دي.

خو په چين کي په دې هکله ترسره سوي اصلاحات ښايي هيواد سمي لاري ته برابر کړي وي. تر اوسه د ۶۸ بيلا بيلو جرمونو سزا مرګ وو. په راتلونکي کي به يوازي په ديارلسو جرمونو کي د مرګ سزا ورکول کيږي چي په دي کي د نايابه حيواناتو قاچاق او د تاريخي اثارو د غلا جرمونه هم شامل دي.

روت/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل