1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: ۲۸ تروريستان مو په شين جيانگ کي وژلي

۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

چين ويلي دي چي په شين جيانگ ايالت کي د پوليسو د عملیاتو په ترڅ کي د يوې ډلي ۲۸ غړي وژل سوي دي. ويل سوي چي دغي ډلي په يوه يرغل کي څو کسان وژلي ول. عملیات د اويغوري مسلمانانو په سيمه کي ترسره سوي.

https://p.dw.com/p/1H9J8
China Polizei Symbolbild
انځور: picture-alliance/Imaginechina

د چين د شين جيانگ ايالت چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر۲۰) خبر ورکړی دئ، چي پوليسو د يوې «تروريستي» ډلي ۲۸ غړي وژلي دي. د شين جيانگ د محلي چارواکو په خبره دغه ډله څو مياشتي دمخه د مسلمانانو په سيمه کي په يرغل تورونه وه.

حکومتي ويبسايت «تيانشين» ليکلي دي چي دغه کسان په اسکو سيمه کي په ستمبر مياشت کي د ډبرو سکرو پر يوه کاند باندي تر يرغل وروسته د ۵۶ ورځو په پلټونو کي وژل سوي دي. د سکرو پر کان باندي په يرغل کي ۱۶ کسان ووژل سول.

دا لومړی وار دي چي چين د ډبرو سکرو پر کاند باندي د يرغل او د هغوی د عاملانو د وژلو خبره کوي. تر دې دمخه د آزادي اسيا راډيو چي د امریکا له خوا تمويليږي او د سيمي له پاره خپروني لري له دغي پيښي خبر ورکړی وو او ادعا ئې کړې وه چي په دغه پېښه کي شاوخوا ۵۰ کسان وژل سوي دي.

تيانشين ويبسايت چي د شين جيانگ ايالت په محلي حکومت پوري اړه لري، زياته کړې ده چي د ډبرو سکرو پر کان باندي يرغل «يو تروريستي بريد وو چي مشري ئې يوه بهرنی تروريستي سازمان کوله.»

ويل کيږي چي په دغه يرغل کي د کان د خاوند د کور پر ساتونکو او کارگرانو باندي بريد سوی وو.

د چين دولتي آژانس شينهوا د محلي چارواکو په حواله خبر ورکړی دئ چي د يرغل اصلي پلانوونکي د موسی طوهنياز او ممد آيسا په نومونو دوه کسان دي چي ظاهراً دواړه نومونه ايغوري دي.

شين جيانگ د اقليت ايغوري مسلمانانو وطن دی چي وايي د چين حکومت ئې ټکوي. خو د چين چارواکي بيا ادعا کوي چي په دغه سیمه کي افراطي مسلمانان راټول سوي دي.

خو د بشري حقونو فعالان پر چينايي چارواکو باندي له افراطيانو سره د مبارزې په برخه کي نيوکي کوي. دوی وايي چي چارواکي بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.