1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چيچينيا: له خطرونوډک ژوند

حسن » بری «۱۳۸۵ شهریور ۱۰, جمعه

چيچينی عکاس اوکمره مين موسی » سادولايف «، يوکال » د سياسي تعقيب شويوآلمانۍ ټولنې « ميلمه وو او په دغه وخت کې يې، په آلمان اوگڼ شميرنورواروپايي هيوادونوکې، خپل هغه اخيستل شوي عکسونه خپاره کړل، چې په چيچينياکې د روسي سانسورقرباني شوي وو.

https://p.dw.com/p/DMrM
انځور: AP

په روانې مياشتې کې » سادولايف « بيرته خپل وطن چيچينياته ستنيږي. د روسيې هغې برخې ته چې رسماًسوله پکښې حاکمه ده، مگر د روسيې د مدني حقوقو د ټولنې ) ميموريال ( د راپورله مخې، د جگړوترکميدووروسته هم، اختطافونه اوقتلونه، ورځنۍ پيښې دي. د » سادولايف « په شان انسانانوته په چيچينياکې ژوندکول، په ځانگړې توگه خطرناک دي.

موسی » سادولايف « پدې هکله وايي: » سړی اصلاًنه پوهيږي چې له چاڅخه ځان وساتي. که سړی د يوې ټاکلې خواپلوي وکړي، د بيلگې په توگه د روسيې د حکومت، بايدله تجزيه غوښتونکوسره پام وکړي او برعکس. ماهڅکله هم د يوې ټاکلې خواپلوي نده کړې. زماهڅه تل داوه چې د خپلوعکسونوله لارې هغه څه وښيم، چې پيښيږي. بې لدې چې د چاخوښې يا نه خوښې ته پاملرنه وکړم. «


د ژوندي پاتې کيدوهڅه
موسی » سادولايف « وايي، په چيچينياکې سړې ژوند نه کوي، بلکه د ژوندي پاتې کيدوهڅه کوي: » زه په چيچينياکې ټول وخت ويريدم، شپه او ورځ. لدې څخه چې هغوۍ به مې يوسي. نه يوازې له ماسره داويره شته، بلکه د چيچينياله ټولوخلکوسره. «