1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چيک جمهوريت افغاني پيلوټان روزي

۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبه

د چيک هيواد د دفاع وزارت هغه پريکړه د افغان دولت له تاوده هرکلي سره مخ سوې چي غواړي د افغان هوايي ځواک لپاره پيلوټان وروزي.

https://p.dw.com/p/QyZS
افغانستان چي يو مهال يې غښتلی هوايي ځواک درلود د کورنيو جګړو په ترځ کي يې پيلوټان د هيواد څخه تيښتي ته اړ سول
افغانستان چي يو مهال يې غښتلی هوايي ځواک درلود د کورنيو جګړو په ترځ کي يې پيلوټان د هيواد څخه تيښتي ته اړ سولانځور: AP

د چيک جمهوريت پرون اعلام وکړی چي، د هوايي ځواک روزونکي به يې يو شمير افغان ځوانان د پيلوټۍ لپاره وروزي.

د چيک مرستيال ولسمشر جيري سيدوي وويل چي، دغه ماموريت به د هغه تړون له مخه د مارچ د مياشتي په ورستيو کي پيل سي، چي څه باندي شپاړس نيم مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.

د دغه تړون مالي لګښت د امريکا متحده ايالتونه ورکوي.

د سيدوي د وينا له مخه، دغه روزنه به دوه کاله وخت ونيسي او په ترځ کي به يې شاوخوا ۳۶۰ تنه وروزل سي.

افغانستان چي يو مهال يې غښتلی هوايي ځواک درلود د کورنيو جګړو په ترځ کي يې هم پيلوټان د هيواد څخه تيښتي ته اړ سول او هم يي الوتکي يا په جګړو کي له مينځه لاړي او يا يو شمير يي هم ګاونډيو ملکونو ته وتښتول سوې.

ويل کيږي چي د چيک جمهوريت به دغه افغان پيلوټانو د ام اي -۱۷ ډوله روسۍ هليکوپترو په برخه کي وروزي، کوم چي له څو لسيزو راهيسي د افغان هوايي ځواک له لوري کارول کيږي.

د افغانستان د هوايي ځواک درستيزوال وايي دوی به د هر هغه هيواد له اقدام څخه هرکلی وکړي چي د افغان هوايي ځواک لپاره د پيلوټانو په روزولو کي برخه واخلي.

د چيک جمهوريت د دفاع مرستيال وزير ويلي چي د امريکا متحده ايالتونه غواړي افغان پوځ ته شپيته دغه ډول چورلکي له روسيې او نورو ملکونو څخه وپيري.

د پوځي چارواکو په خبره روسۍ چورکلي د افغانستان جغرافيايي جوړښت ته په کتو سره ډيري مناسبي دي.

افغانستان تر کورنيو جګړو دمخه شاوړخوا ۴۵۰هليکوپتري او جنګي جيټ الوتکي لرلې. خو په نويمه لسيزه کي د مجاهدينو لاس ته د کابل په لويدو سره ګڼ شمير يي له مينځه لاړي او يا هم د حاکم نظام د مخالفو پيلوټانو له لوري ګاونډيو ملکونو ته وتښتول سوې.

خو د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته يو ځل بيا د افغان هوايي ځواک د سمبالولو لپاره د نړيوالي ټولني په همکارۍ هلي ځلي پيل سوي خو افغان دولت وايي چي د هوايي ځواک د سمبالښت په برخه کي د بهرنيو مرستندويانو او په خاصه توکه د امريکا سوي مرستي ډيري کمي دي.

د کابل حکومت ټينګار کوي چي د هوايي ځواک په غښتلتيا سره به دوی وتوانيږي چي په تدريجي توګه د بهرنيو سرتيرو تشه ډکه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل