1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«چي د غریبانو پرحال سوځي، هغه زړه غواړمه»

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

هروخت يې د پوست زړه او ویښ احساس له مخي د هیوادوالو سره یوازي اوښکي نه دي توی کړی، بلکي د ځپلو هیوادوالو مرستي ته يې عملا ملاتړلې ده. دغه ځوان حکمت الله ښادمن نومیږي. هغه ۲۷ کاله ترمخه په کندهار ښار کي زېږېدلی دی.

https://p.dw.com/p/1GuAm
انځور: DW/M.Ibrahim

خپلي زده کړي يې د کندهار په ظاهرشاهي لېسه کي کړي دي. اوس په کابل کي د یو شخصي پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي د لومړي کال محصل دی. ښاغلی حکمت الله ښادمن په فارغ وخت کي دیني مطالعه او د فوټبال لوبه کوي.

پر مورنۍ ژبه پښتو سربیره په دري، اردو او انګریزي ژبو رواني خبري کولای سي.

ښادمن د «ښادمن ګام خیریه بنسټ» په نوم یوه ټولنه لري، چي د دوی په وینا د اړتیا پر وخت په بېلا بېلو برخو کي د هیوادوالو لاسنیوی کړی او کوي يې.

ښادمن وايي، له ډېر کوچنیوالي څخه يې د ارواښاد پلار داخبره په غوږ کي ده، چي ورته ویل به يې باید خپل وس له خوارانو څخه ونه سپموې، ځکه د اړو کسانو لاسنیوي سترخدمت دی: «له ډېر کوچنیوالي څخه مي د پلار د هغي کورنۍ تربیې پر بنسټ، چي ویل به يې څه مو په وس وي، له ګاونډیانو، کوڅګۍ او په مجموع کي له انسانانو سره مرسته وکئ. کله، چي له دوولسم ټولګي فارغ سوم، تجارت ته مي مخه کړه او یو څه مي کارونه سم سول، نو د پلار د وینا له مخي مي د هغو کسانو لاسنیوي ته ملا وتړله، چي هغوی سختو مرستو ته اړوو.»

د حکمت الله ښادمن سره بخت یاري وکړه، سوداګرۍ ته يې مخه او په دې ډګر کي يې اقتصادي زېرمه قوي سوه، له نېکمرغه د پلار خبره يې هیره نه کړه او د اړو کسانو عملي لاسنیوي ته يې لستوڼي راپورته کړل. په ښار او ولسوالیو کي يې بیلا بیل روغتیايي کتنځي، ښوونځي او مدرسې فعال کړي دي.

په لسونو هغه کوچنیان، چي د زړه له ناروغۍ څخه کړېدل، خو د درملني توان يې نه لاره، هندوستان هیواد ته د درملني په موخه لیږلي دي.

ښادمن د ادب او کلتور د بډایني په لار کي هم د یو شمیر کتابونو چاپ ته په ورین تندي اوږه ورکړه.

همدااوس يې په کندهار کي د ښځينه ډاکټرانو د نه ستوالي ستونزي د حل له پاره ۲۸ ځوانو نجونو ته د طب په پوهنځیو کي د لوړو زده کړو زمینه چمتو کړې ده: «تقریباً ۲۸ تنې مو یوازي نجوني په بېلا بېلو شخصي پوهنتونو کي د طب پوهنځيو ته معرفي کړي دي، څو په کندهار کي د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه کمه سي. په پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار په ځينو برخو کي مو مسجدونه، مکاتب، مدرسې او صحي کلینکونه په وړیا ډول جوړ کړي او خلکو ته وړیا خدمتونه وړاندي کوي. همدارنګه مو د لیکولانو کتابونه هم خپاره کړي دي.»

زموږ دغه سیمه ییز اتل، د یادو مرستو ترڅنګ په بدخشان کي له زلزله ځپلو او په کندوز او د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د جګړه ځپلو په لسونو کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي مرستي او سرپناوي هم برابري کړي دي.

د دوی په قول، مرستي يې یوازي تر یو ولایت یا یو قوم پوري محدودي دي نه دي، بلکي هر چیري چي افغانان له ستونزو سره مخامخ او د دوی په توان پوري ځان ورسوي، څو نړیوال پوه سي، چي افغانان یو وجود او بېلول يې اسان کار نه دی: «زموږ مرستي یوازي تر کندهاره یا پښتنو پوري تړلي نه دي، زموږ له پاره که تاجک دی که ازبک دی که پښتون او نور ملیتونه دي ټول یو افغانان دي او پرهمدې بنسټ مو خپلي مرستي تر بدخشان، کندوز او کابل کي تر محتاجو کسانو او کورنیو پوري رسولي دي.»

د ښادمن ګام خیریه بنسټ مشر حکمت الله ښادمن وايي، د دوی دروازې د هر افغان پرمخ پرانیستی دي. هرڅوک، چي د روغتیا، ښووني روزني، د افغان ځوانانو د ذهن جوړوني، د ادب او کلتور د بډایني له پاره ورڅخه مرسته وغواړي، نو یو ګړی هم ځان ورڅخه نه سپموي. هغه له هیوادوالو غواړي، چي په دې لارکي دوی په نیکو مشورو او لارښوونو ونازوي، چي کارونه يې نورهم د اړو کسانو په ښه ورسي: «د تعلیم، صحت، د ځوانانو د ذهني روښانتیا او ادب په برخه کي موږ هروخت حاضر یو، چي له خپلو خلکو سره په ورین تندي مرسته وکړو. زموږ دروازې د دوی پرمخ خلاصي دي، هر څوک دي په دې اړه خدای راولي.»

په اوسمهال کي دغسي اتلان خورا لږ دي، چي خپله ګټلې سرمایه په وړیا ډول د خپلو خلکو او خاوري په خدمت کي مصرفوي. څوک، چي بېله غرضه د خدای له مخلوقه سره ښه کوي، داسي کسان په رښتیا سره اتلان او د خلکو په زړونو کي ځای لري.

د ارواپوهانو له انده داسي کسان په خپل ژوند کي له زیاتو اروايي ناروغیو خلاص او همدا يې ستره ګټه ده. د پښتو ژبي پېژندل سوی لیکوال او شاعر استاد ګل پاچا الفت د دغسي اتلانو په اړه ډېر ښه ویلي دي.

ډېرتفاوت دی په انسان کي د معنی په لحاظ

واړه لګیا دي، ځیني ځان ځینی جهان جوړوي