1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چکي پاسپورتونه څرنگه قاچاقبرانو ته په لاس ورځي؟

کيليان کيرشگيسنر۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د چک جمهوریت پولیس له یوې نوي ستونزي سره مخامخ شوي دي. په ظاهري توگه قاچاقبران په سیستماتیکه توگه د چک هيواد له هغو وگړو څخه چې اقتصادي وضعه یې ښه نه وي اروپایي پاسپورټونه رانیسي او له سوریې او عراق څخه کډوال په لېږدوي.

https://p.dw.com/p/1Eo6a
انځور: DW/S. Bartlick

هغه ستونزه چې د پراگ پولیس یې اوسمهال تر سرخوږۍ پوري رارسولي دي، په پرتله ییزه توگه نوې ده. په پراگ کې د تذکرې د څانگې مشر هوبیرت لنگ، وایي چې د دغه کار د شالید په هکله ډیر معلومات نه شته. هغه زیاتوي:

«شاید داسي وي چې په ځانگړې توگه هغه ډله خلک چې اجتماعي خدمات یې کمزوري وي خپل پاسپورټونه پلوري. هغوی بیا دغه پاسپورټونه د ورک شویو او یا هم د غلا شوو اسنادو په توگه ثبتوي. یا ښایي د مړو شوو کسانو د اسنادو مسله وي، چې بیرته چارواکو ته نه دي سپارل شوي. تر ټولو خطرناکه کتگوري هغه پاسپورټونه دي چې نه د ورکو شوو او نه هم د غلا شوو پاسپورټونو په توگه ثبت شوي دي. دا په دې معنی چې د پاسپورټونو نمرې د شنگن د معلوماتو په سیستم کې نه دي څرگندي شوي. په دې ترتیب د شنگن پر پولو يې کنترول خورا سخت دی.»

د چک پولیس داسې اټکل کوي چې د دغو پیښو تر شا د منظمو بانډونو لاس دی. د پولیسو په وینا هغوی په اروپا کې خلکو ته د خپلو اسنادو د خرڅولو وړاندیز کوي. په عربي سیمه کې له کورنۍ جگړې او کړکیچونو سره په مخامخو هیوادونو کې دغه اصلي پاسپورټونه ډېر ارزښت لري. په دې هکله هوبیرت وایي:

«کډوال داسې یوه پاسپورټ ته اړتیا لري چې یوې الوتکي ته په ورپورته کېدلای شي او د اروپا يوې برخي ته سفر وکړي. زیاتره دغه کسان بیا د پنا غوښتنه کوي. د چک پاسپورټونه په نړۍ کي يو له خوندي پاسپورټونو څخه شمیرل کیږي، ښایي له دغو پاسپورټونو څخه په آسانه ډول ناوړه استفاده وشي.»

د کډوالو له پاره دغه اسناد پرته له دې چې یوي الوتکې ته پرې ځان ورسوي بل څه نه دي. اروپایي هدف ته تر رسیدو وروسته دا کوم نقش نه لري چې پاسپورټ ورک شوی پاسپورټ وو، ځکه چې پر دغه پاسپورټ سفر کوونکی بیا د پنا غوښتنه کوي.

په دې هکله هوبیرت وایي چې خلک د پاسپورټ یوازي لومړنۍ پیژند پاڼه چې رنگه چاپ شوي وي بدلوي چې په هغې کې عکس او نور مشخصات وي.

د چک جمهوريت پولیسو تر سلو زیاتي پیښي ثبت کړي دي چې پکښې له ورکو شوو پاسپورټونو څخه د سفر له پاره استفاده شوې ده. ښایي د غیر ثبتو شوو پیښو شمیر تر دې لوړ وي. دا چې پر دغه ستونزه برلاس توب تر لاسه شي پولیسو هغو کسانو ته رجوع کړې ده چې په احتمالي توگه پاسپورټونه پلوري.

د هوبیرت لانگ، په وینا پلورل شوی پاسپورتونه زیاتره د هغو سیمو د خلکو دي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی. دا چې جنایي بانډونه د څومره پیسو په بدل کې دغه اسناد رانیسي او له کومو لارو بیا دغه پاسپورټونه جگړه ځپلو سیمو ته لیږي، څیړونکو یې په هکله معلومات نه دي تر لاسه کړي. هوبیرت په دې هکله زیاتوي:

«تر ټولو ستونزمنه دا ده چې د پاسپورټونو پلورل په اثبات ورسیږي. خو طبعي خبره ده چې یو سړی د دوو کلونو په موده کې څلور واري خپل اسناد ورکوي، نو دا عادي خبره نه ده او زموږ له لوري تر تعقیب لاندي نیول کیږي.»

هوبیرت په خپلو څرگندونو کې وړاندي ویلي دي چې دوی د قوانینو د بدلولو په هڅه کې دي چې د لنډي مودې په ترڅ کې د ورکیدونکو پاسپورټونو د خاوندانو او یا د غیر قانوني کډوالو له اسنادو سره د تړاو په صورت کې د هغوی پر وړنداي سخت بندیزونه وضع شي.

خو دا یوه اوږده لاره ده او پولیس اندېښنه لري چې ښایي تر هغه وخته به له دغو اسنادو څخه استفاده ادامه ولري.